د دوحې ناسته بیا هم بې پایلې پایته ورسېده

0 489

اېمل پیاوړی-

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحدو ایالتونو او د وسله والو طالبانو د سولې مذاکره کوونکي پلاوي له  شپاړس ورځو بحث او خبرو وروسته هم کومې څرګندې پایلې او توافق ته نه دي رسېدلی. که څه هم رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د امریکایي عسکرو په وتلو او له  ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو په اړه نتیجې ته رسېدلي دي، مګر په دې اړه دواړو لوریو کوم څه نه دي ترلاسه  کړي.

دا پنځم ځل دی چې امریکایي پلاوی او وسله وال طالبان په خپلو کې سره کېني، مذاکرات ، بحث او خبرې کوي، مګر لا هم کومه پام وړ لاسته راوړنه لري، دلیل یې دادی چې د سولې کیلي د افغان حکومت په لاس کې ده. تر هغو چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره  د سولې مذاکرات ونه کړي، نو د دوی ټولې ناستې او مذاکرات به همداسې بې پایلې وي.

حکومت چې هم سولې ته ژمن دی، هم یې اراده او برنامه لري، وسله وال طالبان له هغوی سره له ناستې ډډه کوي، دلیل یې دادی چې وسله وال طالبان لا هم د پاکستان په  اشارو ناڅي او لا هم دوی د هغوی اجنډا مخته وړي. پاکستان غواړي چې په دې ډول په هیواد کې حکومت او نظام کمزوری کړي او د موقت حکومت د رامنځته کولو په هڅه کې دي، مګر دغه ډول حکومت به نه یوازې د هیواد درد دوا نشي کړای، بلکې ستونزې او بحرانونه به ورسره لا زیات شي.

له بل پلوه ولسمشر غني په هیڅ قېمت وارداتي او داسې سولې ته اجازه نه ورکوي چې وطن د نویو بحرانونو لورته بوځي. موقت حکومت هیڅ لوري ته د منلو وړ نه دی، افغانستان اوس د واک د لېږد سوله ییزې لارې تجربه کوي او د دې لپاره یوازینۍ لاره انتحابات دي. د حکومت برخلیک د مذاکراتو برخه نشي کېدلی او نه هم د منلو وړ ده.

وسله والو طالبانو ته ښایي چې د سولې د بریا په خاطر له حکومت سره خبرو ته کېني او خپل مشکلات له حکومت سره حل او فصل کړي، ځکه چې د افغانانو ستونزې نور اړخونه نه په اساسي توګه درک کولی او نه هم حلولی شي. که یې حلولی شوای، نو اوس به د دغو پڼځو ناستو د مذاکراتو پایله معلومه شوې وای.

که د سولې له برابر شوي فرصت څخه اعظمي استفاده ونشي او خدای مکړه دغه برابر شوی فرصت ضایع شي، نو د دې ملامتي به د وسله والو طالبانو پر غاړه وي او له دې وروسته چې که خدای مکړه جنګ دوام مومي او بې ګناه افغانان وژل کېږي، نو د تېر په  څېر به  یې بیا هم ګناه او پړه یوازې او یوازې د وسله والو طالبانو په غاړه وي، ځکه دوی د سولې اصلي ادرس ته د مراجع پرځای غلط او بهرني ادرس ته مراجعه کوي.

افغان ولس په وسله والو طالبان غږ کوي چې له نیابتي جنګ دې لاس واخلي. د پاکستان او نورو په لمسون دې خپل هیوادوال نه شهیدانوي. د هیواد د وراني پرځای دې د هیواد په ابادي کې برخه واخلي او سوله ییز ژوند ته دې ستانه شي.   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply