ریحان او درملیزې ګټې یې

0 953

حمیدالله حمیدي-

ریحان؛ معطره سبزي ده چې د نعنا له کورنۍ څخه شمېرل کېږي. له دې سبزۍ څخه تر ډېره د خوړو د معطر کېدو لپاره ګټه اخیستل کېږي. خو له دې پرته دغه سبزي ډېرې نورې ګټې هم لري. د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، په زیاته کچه د انتي اکسیدان درلودلو له کبله د پوستکي، ځیکر او سږو له سرطان څخه مخنیوی هم کوي. د ډېرو وېټامینونو او په پاڼو کې یې د ډېرو درملیزو ځانګړنو او غوړو شتون، اوس دغه سبزي پر ګټور درمل بدله کړې ده. روغتیا پالان وایي چې لږ تر لږه د ریحانو ۳۵ ډولونه تر اوسه پورې پېژندل شوي دي، چې بېلابېلې بڼې لري. د ناروغۍ ضد د پراخې پیمانې انتي اکسیدانو درلودونکې ده. ستړیا له منځه وړي، له سرطان سره مبارزه کوي، مکروب ضد ځانګړنه لري، د ژور خپګان مخه نیسي، زړه روغ ساتي، ځیکر تقویه کوي او بدن له مسموم کېدو ژغوري او ترڅنګ یې د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي. دغه سبزي ډېرې نورې ګټې هم لري، چې یوازې  په یوه کوچنۍ لیکنه کې یې بیانول ستونزمن کار دی. په ټوله کې هغه سبزي یا سابه چې نن سبا یې خوړل زموږ په ټولنه کې دود دي، په یو ډول نه یو ډول د بدن لپاره ګټه رسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply