تر اوبو لاندې رسټورانټ ته نه ور ځئ؟

0 531

تاسې به د غرونو، لوړو ودانیو او نورو بېلابېلو جالبو ځایونو پر سر تفریحي ځایونه او هوټلونه لېدلي وي، خو په ناروې کې یوې کمپنۍ تر اوبو لاندې یو داسې رسټورانټ جوړ کړی چې په ليدلو یې زړه‌ ته سکون پیدا کېږي.

رسنۍ زیاتوي، د ناروې په ساحلي سیمې لنډېس نېس کې دا رسټورانټ یوازې د خوراک او څښاک لپاره نه‌ دی ځانګړی شوی، بلکې د څېړنې لپاره هم کار پکې اخيستل کېږي.
د سنوهټا په نوم یوې مشهورې کمپنۍ په تخلیق جوړ شوی رسټورانټ له د باندې داسې ښکاري چې د دې ودانۍ نیمايي برخه لاندې په اوبو کې ده، خو په اصل کې دا رسټورانټ ۱۱۱ فوټه یا ۳۳۸۳ مټره لاندې سمندر کې رغول شوی دی.
دا رسټورانټ په یو وخت کې د زياتو کسانو د خوراک او استراحت وړتیا لري چې پکې بېلابېل سمندري خواړه پیدا کېږي او څلور خواوې يې په رڼو ښیښو پوښتل شوي چې بحري حیوانات هم پکې له ورایه ښکاري او د دې تر څنګ ډېره ارامه موسیقي هم پکې غږول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply