پاکستان ولې سولې ته غاړه کېښوده؟

0 526

محمدروښان ښاد_

د افغانستان په تباهي، د طالبانو او تروریستانو په تمویل او ملاتړ او نورو ناخوالو کې د پاکستان د مستقیم لاس لرلو کې ذره شک هم نشته، مګر تر دې وړاندې پاکستان په دې هر څه سترګې پټولې. دا یې د افغان دولت له لوري د دوی په اړه لګېدلي تورونه ګڼل. د سولې په اړه به یې ویل چې موږ د باثباته افغانستان غوښتونکي یوو، خو سوله د افغانانو خپلمنځي مسله ده او دا ستونزه باید دوی په خپله حل کړي.

مګر ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د پاکستان دا دریځ واضح بدل کړ. نوموړي واضح پاکستان ته وویل چې د افغانستان په اړه نااعلان شوی جنګ دې ودروي او که یې ونه دروي، نو په بالمثل عمل به لاس پورې کړي. د سولې لپاره یې واضح اعلان وکړ چې افغان دولت لومړی له پاکستان او بیا له وسله والو طالبانو سره سوله کوي، ځکه هغه پوهېده او دا یې ټولو ته ثابتوله چې د جنګ تر شا د پاکستان لاس دی او تر هغو چې د پاکستان لاس لنډ نشي، نو له دې جګړې لاس نه اخلي.

همدارنګه ولسمشر غني د سیمې او نړۍ هیوادونو ته په خپلو ویناوو، ملاقاتونو او بین المللي کنفرانسونو کې په ثبوت ورسوله چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي، تروریستانو ته یې پټنځایونه ورکړي. د جنګ مهمات او امکانات ورکوي. د بریدونو پلانونه او نقشې ورته برابروي، لمسوي یې او افغانستان ته یې را استوي. نړۍ په لومړیو کې په دې کې یو څه متردده وه، مګر کرار کرار یې دا ومنله چې ولسمشر غني په حقه دی او رښتیا هم د هر وراني او خرابي تر شا د پاکستان لاس دی.

د ولسمشر غني د همدغو مستندو او مدللو څرګندونو په اساس د امریکا متحده ایالات دېته راضي شول چې پاکستان د ترهګرۍ له تمویل او تجهیز څخه راوګرځوي. په دې اړه یې څو ځله پاکستان ته توصیه وکړه. بالاخره توصیه په اخطار بدله شوه. پاکستان په خړلېست کې شامل شو او دا ګواښ یې ورته کړی دی چې که پاکستان د ترهګرو له تمویل او د نورو هیوادونو کې له مداخلې لاس وانخلي، نو نړیوال بندیزونه به ورباندې ولګول شي.

د امریکا متحدو ایالتونو په دې برخه کې یوازې د پاکستان په ژمنو باور ونه کړ، بلکې له هغوی یې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه او څو میاشتې وړاندې چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلاوي د خلیلزاد په مشرۍ له افغان طالبانو سره د سولې مذاکرات پیلولو، نو پاکستان یې دېته مجبوره کړ چې په دې برخه کې باید همکاري وکړي. پاکستان په واضح ډول اعلان وکړ چې وسله وال طالبان د ابوظبۍ او دوحې مذاکراتو ته دوی چمتو کړي او استولي دي.

د پاکستان دې اعلان نه یوازې نړیوال حیران نه کړل، بلکې دا یې لا زړه ته ولوېده چې پاکستان له طالبانو او تروریستي ډلو او ګروپونو سره لاس لري او دوی چې څنګه پلان او برنامه ورکوي، نو همغسې یې تطبیقوي. پاکستان له دغه اعلان او کړنې سره ټولو ته دا ثبات کړه چې دوی د وسله والو طالبانو ملاتړي دي. په افغانستان کې روان جنګ دوی پیل کړی او دوی به یې ختموي. د ولسمشر غني د پرلپسې کوښښونو او د امریکا د فشارونو له امله بالاخره پاکستان سولې ته غاړه کېښوده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply