عبدالباري جهاني /غزل

0 1,257

شپې به تیري د توپان وي ما به یاد کې

ځلېدلی به اسمان وي ما به یاد کې

په ګرېوان کي به مي اوښکي در یادیږي

چي نری نری باران وي ما به یاد کې

له هینداري به تصویر وي تښتېدلی

تر قیامته به هجران وي ما به یاد کې

په پانوس کي به نرۍ لمبه بلیږي

تور بریان به پتنګان وي ما به یاد کې

لمر لوېده به د برکلي نجوني راسي

ورا اخیستی به جوپان وي ما به یاد کې

ناوکۍ به تر شالونو لاندي ژاړي

موسکی زوم به ور روان وي ما به یاد کې

پاڅوي به دي سهار نسیم له خوبه

پر باړخو به دي پېزوان وي مابه یاد کې

زما کیسه به له شهبازه وي لوېدلې

ځوان مطرب به غزل خوان وي ما به یاد کې

نه غزل نه جهاني به وي در پاته

بې مستۍ به دي مغان وي ما به یاد کې.

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۹ کال د مارچ شپږویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply