د کابل ـ اسلام آباد تازه کړکيچ او په سوله يې

0 774

خوشحال آصفي-

وروسته له هغې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان سولې او په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه مغرضانه څرګندونې وکړې؛ په مقابل کې يې افغان حکومت هم تند غبرګون وښود او په کابل کې يې د پاکستان مرستيال سفیر د احضار کولو تر څنګ له اسلام اباده هم افغان سفير کابل ته راوغوښت. عمران خان تيره ورځ ويلي چې د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې خنډونه پېښوي، ده ويلي، د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي.

خو افغان حکومت د عمران خان یادو څرګندونو ته تند غبرګون وښود او دا يې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله. په غبرګون کې يې په کابل کې د پاکستان مرستيال سفير احضار کړ او همداشان له اسلام اباده يې هم خپل سفير کابل ته راوغوښت. د حکومت اجرایه رييس عبدالله عبدالله هم تند غبرګون وښود او د عمران خان څرګندونو ته په ځواب کې يې وويل چې د د کابل سرنوشت په خپله افغانان ټاکي نه بل هيواد.

هاخوا د موضوع حساسيت ته په کتو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د عمران خبرو په غبرګون کې ويلي چې يواځې افغانان کولی شي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم ونيسي. په ورته مهال په کابل کې د امريکا سفیر هم عمران ته تند غبرګون ښودلی او په کنايه توګه يې ورته ويلي چې د عمران خان د کرکټ تخنیکونه په سیاست کې نه چليږي.

دغې چارې پاکستان ډير خفه کړ او په تازه څرګندونو کې يې له اسلام اباده د افغان سفير رابلل د افغان حکومت یو عجولانه پرېکړه بللې ده. شامحمود قريشي ويلي چې عمران خان د افغانستان په کورنيو چارو کې هيڅ لاسوهنه نه کوي او دا چې افغان حکومت د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې له اسلام آباده خپل سفير غوښتلی نو دا یوه عجولانه پرېکړه ده.

اوس باور دا دی چې د کابل او اسلام اباد تازه کړکيچ به د افغان سولې روانې خبرې چې پاکستان په کې کليدي رول لري؛ تر اغيز لاندې راولي. ممکن پاکستان د دې لپاره چې افغان حکومت له اوسني دريځه راوګرځوي؛ د افغان سولې په وړاندې خنډونه پيدا کړی. خو دلته بيا د افغانستان حکومت او امریکا دواړه په ګډه د افغان سولې د بریا لپاره داسې ګډ دريځ ونيسي چې پر اساس د افغان سولې په اړه د پاکستان د هر ډول خنډ رامنځته کولو مخنيوی وکړي.

د عمران خان هدف څه و؟

عمران خان دوه هدفه درلودل. يو دا چې له افغان حکومت په ځانګړي ‌ډول له اشرف غني څخه غچ واخلي چې د نوموړي په حکومت کې پاکستان تر بل هر وخت ډیر له سياسي انزوا سره مخ شوی، نړيوال فشارونه پرې زيات شوي او افغانستان اوس هغسې د پخوا په شان د پاکستاني توکو لپاره بازار نه دی پاتې. اوس د دې لپاره چې په راتلونکې دوره کې د اشرف غني له ولسمشر کيدو مخنيوی وکړي؛ عمران خان د فرصت څخه په استفادې د موقت حکومت وړانديز وکړ.

دويم دا چې عمران خان غوښتل د څو لسيزو پخواني افغان موقت حکومت په شان په افغانستان کې يو ځل بيا داسې موقت حکومت رامنځته کړي چې بيا هم د پاکستان ګټو ته وفادار وي او يو ځل بيا افغانستان څو لسيزو پخوانیو کورنیو جنګونو ته ولاړ شي. خو له نیکه مرغه چې د عمران خبرو ته د افغان حکومت په تند غبرګون سره د دغې لوبې ترسره کيدو چانس راکم کړ.

اوس څه بايد وشي؟

د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او امریکا دواړو دريځ يو دی او باید دواړه په ګډه په دغه پروسه کې د پاکستان د هر ډول مداخلې مخنيوی وکړي. کابل او واشنګټن بايد پرېنږدي چې پاکستان د سولې روانې خبرې بندې يا له خنډ سره مخ کړي، ځکه د سولې خبرو درول او يا يې پر وړاندې خنډ رامنځته کول نه يواځې د افغان حکومت په زيان دي بلکې د امريکا متحده ایالتونو هڅو ته هم چې غواړي افغان جګړې ته د پای ټکی کيږدي؛ زیان اړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply