د موقت حکومت پر وړاندې غبرګونونه

0 679

ژباړه: اېمل پیاوړی-

د ملي یووالي حکومت له کاري دورې وروسته د موقت حکومت جوړولو په اړه زیات غبرګونونه موجود دی. ځینې مواردو کې ګاونډيو هیوادونو هم په دې اړه نظرونه څرګند کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو مانع دی او په همدې دلیل د سولې کوښښونه بن بست ته نږدې شول او له دې بن بست څخه د تېرېدو لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې موقت حکومت ایجاد شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس ښاغلي خان د دوشنبې په ورځ د حمل په پنځمه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر به هغه مهال کامیاب وي چې یو موقت او عادلانه حکومت په دې هیواد کې رامنځته شي. د هغه په وینا په افغانستان کې د موقت حکومت ایجاد کولای شي ازاد او شفاف انتخابات تضمین کړي.

یو شمېر سیاسي څېرو د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د هیواد په داخلي چارو کې د اسلام اباد لاسوهنه بللې ده. د مخکېني ولسمشر حامد کرزي دفتر  په خبرپاڼه کې له پاکستان څخه غوښتل شوي دي چې د حسن نیت او دوه اړخیزو اړیکو ته د درناوي په اساس د افغانستان په کورنیو چارو کې تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې لکه د موقتې ادارې ایجاد او زموږ د ټاکنو اړوند مسایلو په اړه له دغسې څرګندونو او لاسوهنو څخه څخه ډډه وکړي.  

محمد حنیف اتمر چې د روان لمریز کال د جوزا میاشتې څخه وروسته د سرپرست حکومت د ایجاد له دعوه دارانو څخه یو دی، په افغانستان کې د موقت حکومت د تشکیل موضوع یوه داخلي موضوع بللې او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه به د نورو هیوادونو د هر ډول مداخلې مخه ونیسي. د ښاغلي اتمر دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: ”اظهارات نخست‌وزیر پاکستان، خلاف عرف و نورم‌های دیپلماتیک است و اصل حاکمیت ملت‌ها بر سرنوشت‌شان را نقض می‌کند.

اما د محمداشرف غني د ټاکنیز ټیم غړي امرالله صالح د موقت حکومت طرحه د هیواد د نظام پاشلو ته ورته بللې او د فیسبوک پر پاڼه یې لیکلي چې دا طرحه د پاکستان د اردو او استخباراتو مربوط ده. ښاغلي صالح د ښاغلي اتمر د خبرو په غبرګون کې ویلي دي هر څوک چې په هره پلمه له دې طرحې سره همغږی او ملګری وي له دښمن سره یې لاس یو کړی دی. هغه همدارنګه له ښاغلي اتمر غوښتي دي چې د پاکستان لومړي وزیر سره خپله دغه همغږي او همسویي واضح کړي.

دا اندېښنې او غبرګونونه په داسې حال کې مطرح شوې دي چې په پام کې وه ولسمشریزې ټاکنې د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو سره یو ځای د روان کال د حمل په پای کې ترسره شي ؛ اما د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا تاریخ عملي ونه باله او د ټاکنو تقویم کې د دوه مرحلې بدلونونو راوړلو وروسته اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply