عمران خان، عطا، اتمر درې واړه يو دي؟

0 776

د ګټو تضاد هېوادونه او ملتونه وېشي او لږ تر لږه افغانستان ترې جوړوي، خو د ګټو ورته والی دوښمنان په یوه اخور دروي او د سیال اړخ لپاره ګډه مورچه غوره کوي. دا عجیبه نه ده چې د عمران خان، ښاغلي اتمر او عطانور له خولې دې یو ډول خبره را ووزي. پر دوی سربېره یو شمېر نور افغانان او پاکستانیان هم په افغانستان کې د بل موقت حکومت د را منځ ته کولو خوبونه ویني.
دوی درې واړه او ورسره ټېمونه او ډلې یې د افغانستان د اساسي قانون له منځه تلل او د واک د داسې خلا را منځ ته کول غواړي چې افغانستان له روان پرمختګه را وګرځوي. د افغانستان په اساسي قانون کې د واک د لېږد سیسټم او پروسېجر مالوم دی او د اساسي قانون د ۶۱ مې مادې پر اساس جمهور ريیس د نوي ولسمشر له ټاکنو وروسته بریالي کس ته واک سپاري. په دې مانا چې په دې قانون کې د دولت د مشر په توګه بل هیچا ته واک نه‌شې پرېښودای او که څوک له ولسمشره د جوزا په لومړۍ نېټه موقت حکومت ته د واک د پرېښودو غوښتنه کوي؛ نو اساسي قانون دا اجازه نه ورکوي.
خو ښکاري چې د لنډمهالي د را منځ ته کېدو په تړاو کورنۍ او بهرنۍ کړۍ څو جلا او څو ګډې موخې لري. په ګډو موخو کې د افغانستان د اساسي قانون له منځه تلل او د دوی د سترګو ازغی «اشرف غني» له واکه ګوښه کول دي. کورني څنډې ته شوي سیاستوال په داسې افغانستان کې خپل راتلونکی تیاره ویني چې ښاغلی غني پکې ولسمشر او یا دده په لاسونو جوړ سیسټمونه دې همداسې عملې او پر مخ روان وي. دوی په دې هم باوري دي چې واک ته رسېدل یې له جوړ جاړي پرته ډېر پېچلی او ستونزمن دی او یوازنۍ لار د داسې شر را منځ ته کېدل ګڼي چې اوسنی سیسټم پکې ګډ وډ او د یوه بل جوړجاړي له لارې واک کې د دوی د شریکېدو زمینه برابره شي.
د عمران خان او ورته نورو بهرنیو کړیو موخه دا ده چې مخ په بره روان افغانستان په یوه ځای کې ودروي او که وکولای شي هر څه د خپلو لاسپوڅو په مټ له سره تنظیم شي. د دوی ډېره وېره د ښاغلي غني له پلانونو ده چې یو پکې د اوبو تنظیم دی چې پاکستان او ایران ته یې سرخوږی ور پېښ کړی دی. پاکستان د خپل سیمه‌یز سیاست پر اساس له تېرو څلورو لسیزو راهیسې هڅه کوي چې په کابل کې داسې ډله واکمنه وي چې د هند پرتله یې دوی سره اړیکې تودې او د اسلام‌اباد غوښتنې په پام کې ولري. عمران خان په دې وروستیو کې دا خبره په وار وار تکراروي چې افغانستان کې ښه حکومت راتلونکی دی. موخه یې واک ته طالبانو رسېدل دي چې د پاکستان تر اغېز لاندې بلل کېږي. هغه په وروستیو څرګندونو کې تر دې هم وړاندې ولاړ او د افغانستان د کړکېچ د حل لاره یې د لنډمهالي حکومت جوړول وبلل چې د ځوان افغان نسل غبرګون ورته ډېر تریخ و. د عمران خان دغې وینا په افغانستان کې د ښاغلي اتمر او ډلې سیاسي او انتخاباتي هڅو ته هم سخته لغته ورکړه او دا تصور یې په افغانانو کې اوس عام کړی چې د لنډمهالي حکومت پلان او موخه له کومه ځایه سرچینه اخلي.
د افغانستان د سولې په تړاو د هرې ورځې په تېرېدو د کورنیو زور واکيو او بهرنیانو غوښتنې جوتېږي او افغانان به یوه ورځ په دې ښه پوه شي چې د دوی د سولې دغوښتنې له پاکې داعیې په کور دننه او بهر کې خلکو څه ډول شومې موخې درلودې. په دې لړ کې د پاکستان د لومړي وزیر پلان او غوښتنه د ډېرو سر ناخلاصو افغانانو مغزو ته هم یو ډول سوچ ور دننه کړ.
افغانستان کې د موقت حکومت را منځ ته کولو غوښتنې اوس تر بل هر مهاله ډېر بهرنۍ هیلې او پلانونه بلل کېږي چې له یادولو سره یې د خلکو حساسیت او کرکه په زیاتېدو ده. ورسره سم هم عمران خان هغه احتمال صفر خواته روان کړ چې ځینو کورنیو کړیو له ټاکنو وړاندې او یا د سولې په معامله کې د لنډمهالې ادارې د را منځ ته کولو لپاره په شونډو تاواوو. په دې برخه کې تر ټولو زیات تاوان د حنیف اتمر ډلې او ورته کسانو وکړ چې دغه ډول ته نڅېدل او ټاکنې او سوله یې له موقتې ادارې سره تړل. دوی په خپل ذهني پلان کې له ماتې سره مخامخ کېدونکي دي چې له یوې بلې لارې یې واک کې د بیا شريکېدو تمه درلوده. د لنډمهالي حکومت پر وړاندې د افغانانو دا ډول کلک دریځ د سولې لار روښانه کوي او د نظام د بنسټونو د پیاوړي کېدو لامل کېږي. د عمران خان وینا که له یوې خوا د افغانانو د یووالي او د اوسني نظام د پیاوړتیا سبب کېږي، له بل پلوه د راتلونکې سولې لپاره هم کرښې روښانه کوي او دافغانانو په خوښه د یو داسې سوله‌یز بدلون خواته لار هواروي چې نظام او دولت یې خوندي او سیاستوال یې سره په یوه معامله جوړ شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply