د پېښور جلسې ته د منظور پښتون د وینا مهم ټکي!

0 739

31 مارچ 2019

• تاسې ټول پښتانه چې راغلي یاست دا په اصل کې د ارمان لوڼي روح راغلی دی.
• ارمان لوڼي د شجاعت شهامت او پښتون وطن سره د مینې نوم دی
• ته په دې تور تاریخ او تعلیم باندې زما مشران ، لوړ پښتون قاید احمد شاه ابدالي ،خوشال خان، خان شهید ، فقیر ایپي ،ملالۍ، سرتور ملا او باچا خان له مانه هیروې؟
• دروغجن ریاسته! د پښتون سره دښمني ، کینه ، ظلم او ځورول به تر کومه کوې؟
• ته د پښتنو سیمو قبضه کولو ته راغلی یې، بیناموسۍ ته راغلي یې، په وسایلو قبضه کولو ته راغلی یې، ته دلته فوځي چاوڼیو جوړولو ته راغلی یې، ته غل یې.
• ستا د پښتنو د نوم سره نفرت دی.
• ما ته به د ټکي ټکي ظلم او زیاتیو حساب راکوې، کنه ولا که دې پریږدم.
• په ولله د یوه یوه نوم او لیستونه پراته دي له هر یوه به حساب غواړو، په ولله را نه خلاص شې.
• مونږ مو له خپلو وسایلو نه بې خبره وساتلو
• د یوې مړۍ ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ په لالچ کې مو زمونږ جغرافیه خپله کړه، زمونږ وطن مو له مونږ واخیست.
• زمونږ د نجات یواځینۍ لاره د پښتنو اتفاق دی.
• په قبایلو خو یې قبضه وکړه اوس په ګران پېښور قبضه کول غواړي. اې د پېښور خلکو! ویښ شئ.
• په لورلایي، سنځاوۍ او ژوپ کې ریاستي دهشت ګرد هدفي وژنې کوي. همدارنګه په جنوبی او شمالي وزیرستان کې یې هم دا لوبه شروع کړې ده دې مکار ریاست.
• د پښتنو ټول مشران به راغونډوو او یوه فیصله به په ګډه کوو چې تر څو پورې مو چې زمونږ د یوه یوه ځوان د وژلو ځواب نه وي راکړی مونږ به تاسو په خپله خاوره کې پرینږدو.
• مونږ ته لاشونه راغلل ، بربادي راغله ، تباهي راغله، وران کورونه راغلل او د پنجاب په برخه موټروې، میټروګانې او ابادي راغله.
• په ټول پاکستان کې 11 میټروګانې جوړې شوې، ټولې په پنجاب کې او یوه ناقصه یې په پښتونخوا کې جوړه کړه.
• اې پښتنو! دا خبره باید هر پښتون احساس کړي چې دا خاوره زمونږ خپله ده.
• اې لاهوره! مونږ دا تاریخي خاوره له تا سره شریکه کړه او تا پرې لوبې وکړې.
• که څوک په مونږ لوبې کوي بیا مونږ تا له ځان سره شریک نه پرېږدو او درنه ځو.
• له وزیرستان، سوات او لرې لرې سیمو ځوانان یې په جلسې ته له راتلو منعې کړي او په لاره یې ایسار کړي دي، لږ شرم وکه ریاسته.
• تاسو لږ همت وکړئ، دا ریاست د پښتون افغان زور نه لري.
• د کراچۍ ځوانانو! تاسو ورشئ او د رینجرو مخې ته کېنئ، دوی به څه وکړي نور؟ خو و به مو وژني، مونږ دا سرونه ساتلي د وطن لپاره دي.
• د پي ټي ایم ځوانانو پښتونخوا په تاسې فخر کوي.
• وطن وینه غواړي، زمونږ وطن ته که د وینو ضرورت وي اول به زه خپله وینه ورکوم.
• طاهر داوړ یې په ډېر ظلم مړ کړ دې مکار ریاست.
• مونږ که هر څومره کوشش وکړو دا ریاست مو نه خپلوي، زه د دې ریاست پښتنو پولیسو او فوځیانو ته وایم چې ولاکه مو خپل وبولي که ستاسو اواز اوچتوي همدا د پي ټي ایم ځوانان به یې درته اوچتوي.
• تا مونږ ځکه نیولي یو چې ته ډارېږې ، مونږ دې یو وار منظم شو، یو صف دې شو بیا به بدله اخلو، بیا به سم ګوزار په ستمګر کوو.
• د هندوستان پیلوټ سره انصاف وشو خو طاهر داوړ ، نقیب شهید او ارمان لوڼي ته انصاف ورنکړی شو.
• ایچ سی ایلHCl تر ټولو قوي تیزاب دي که دوی مونږ په ایچ سی ایلHCl کې هم واچوی مونږ به د وطن خبره کوو.
• لاره که هر څومره اوږده ده مونږ ستومانه نه یو، مونږ په خپل کړي بغاوت باندې پښیمانه نه یو.
• پي ټی ایم جی ایچ کیو ته دومره کلکې څپیړې ورکړي چې دوی یو د ټولنیزو رسنیو پوسټ هم نه شي زغملی
• مونږ هر ظالم که هغه طالب دی، که ښه دی که بد، که امن کمیټي ده، که ای ایس ای ده، که ایم ای ده او که ایف ای اې ده که ظلم کوي خلاف یې یو.
پاکستاني جنرالان د طالبانو پلرونه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply