حکومت د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو تدابیر لري

0 751

محمدبشیر یوسفزوی-

افغانستان لکه د ستونزو او بدمرغیو مرکز چې وي. تېر کال دا مهال له وچکالۍ ځورېده او د وچکالۍ د بدو اغېزو له امله زموږ ګڼ هیوادوال له خپلو سیمو بې ځایه شول او کوچیان مو هم په مالي لحاظ سخت متضرر شول، مګر سږ ژمی ورښتونو ته خلک زیات خوښ و، خو په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو زیانونو خلک اندېښمن کړي دي.

پر جګړې سربېره حکومت د طبیعي پېښې د زیانونو د کچې د کمولو تابیا نیولې او مخکې له مخکې یې لا په ځینو ولایتونو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې دوی باید خبر اوسي او خصوصاً هغه کورنۍ چې د سېلاب په مسیر کې پراته دي، دوی باید د خپل خوندیتوب لپاره جدي امادګي او تدابیر ولري.

تدابیر دا مانا چې له هغه ځایه باید خپل کورونه وباسي او خپل اولادونه خوندي ځایونو ته انتقال کړي. په دې کې شک نشته چې افغانستان له اقتصادي پلوه لا هم کمزوری دی او د خپلو عادي او ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، مګر د دې باوجود هم حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني په اړوندو ادارو غږ کړی چې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره د هر ډول مرستو لپاره باید چمتو اوسي او په همدې خاطر ځینو هغو سیمو ته چې د سېلابونو د راتګ خطر په کې موجود دی مخکې له مخکې خوراکي توکي رسول شوي دي.

ځینې طبیعي پېښې کله کله دومره لویې وي چې د زیانونو مخنیوي لپاره یې یوازې د حکومت هڅې او امکانات کافي نه وي، نو د دې لپاره حتمي ده چې حکومت له طبیعي پېښو سره مبارزه د سیمه ییزو همکاریو په اړه اقدامات وکړي او د دې لپاره د سیمې او نړۍ د هیوادونو او بین المللي سازمانونو همکارۍ جلب کړي.

طبیعي پېښې سیاسي سرحدونه، قوم، نژاد او نور بریدونه او توپیرونه نه پېژني، دوی هر چېرې خلک زیانمنولی شي، نو د همدې لپاره افغانستان باید د بشري مرستو د جلبولو لپاره له نورو هیوادونو سره یوې نتیجې ته ورسېږي، تر څو حداقل د طبیعي پېښو د زیان کچه راکمه کړي. سره له دې چې د حکومت امکانات محدود دي، مګر لا هم د ولسمشر غني ټینګار دادی چې همدغه محدود امکانات باید په موثره توګه استفاده او د زیانمنو شویو په واک کې ورکړل شي.

په چاپېریال کې بدلون د ۲۱مې پېړۍ یو اندیښنمنونکی واقعیت دی،منځنۍ اسیا،سویل ختیزه او سویلي اسیا د چاپېریال او هوا د وضعې له پلوه د لویو بدلونونو په حال کې دي.له طبیعي پېښو سره د سیمه ییزې مبارزې لپاره د یوه سیستم د جوړولو هڅه،چې پکې د دغو هېوادونو امنیتي ځواکونه په منسجم ډول ورزول شي،د دغې مقابلې لپاره به یو لوی ګام وي، مګر افغانستان چې لا وار دمخه له دغو افتونو ور اخوا عملاً په جګړه کې ښکېل دی، نو د طبیعي پېښو د مخنیوي او مهارولو لپاره لږ فرصت او امکانات لري، مګر حکومت او ولسمشر غني په دې برخه کې نهایت زیاته توجه لري او خپله یې په دې اړه په بېلابېلو وختونو کې ګڼې غونډې رهبري کړي او تل یې پر مسوولینو ټینګار همدادی چې له هیوادوالو سره باید د ستونزو پرمهال همکار واوسي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply