د پاکستان له افغانستانه نه رغېږي!

0 573

محمدروښان ښادـ

پاکستان ښه په دې پوهېږي چې نه یې له افغانستانه رغېدن شته او نه هم له افغانستان مه واره خپلې اړتیاوې خصوصاً د انرژۍ په برخه کې پوره کولی شي. منځنۍ اسیا او اروپا ته د خپلو توکو او صادراتو د لېږد لپاره هم پاکستان افغانستان ته اړتیا لري، مګر د دې باوجود هم پاکستان د دښمنۍ موقف اختیار کړی دی. ترهګر او وسله والې ډلې روزي او جنګ ته یې لمسوي.

افغانستان تل له پاکستان سره د اړیکو ښه والي ته چمتو و او چمتو دی، ځکه موږ په اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو باور لرو، ارزښت یې درک کوو او د ښه ګاونډیتوب اصول او د هغو پالل موږ ته مهم دي. پاکستان په دې برخه کې بېباکي کوي او دغه بېباکي د همدوی په زیان ده، ځکه دوی هره ورځ په نړیواله او سیمه ییزه کچه منزوي کېږي. اقتصاډي ستونزې یې زیاتېږي. داخلي کشمکشونه یې زیاتېږي. له هند سره یې اړیکې تل په تاوتریخوالي اوښتي وي. له ایران سره په سرحد اخ او ډب لري او دېخوا افغانستان هم په کرار نه پرېږدي. موږ تل له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو خو، دوی برعکس زموږ لپاره ښې ارادې نه لري.

ولسمشر غني پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې ټول وضعیت پاکستاني مقاماتو ته مفصل تشریح کړ او هغوی ته یې وویل د ځان او خپل دریځ بدلولو لپاره درې میاشتې وخت لرئ او که مو په درې میاشتو کې د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړ، نو موږ مجبور یوو چې له تاسو مخ واړو او په بالمثل عمل او نورو بدیلونو فکر وکړو، پاکستانیانو ته دا مازې یوه ټوکه او اخطاریه ښکارېدله، هغوی هیڅ وخت دا نه ګڼله چې افغانستان دې د ترانزیت له پلوه له پاکستان مه واره کوم اقدام وکړای شي، مګر ولسمشر غني له منځنۍ اسیا هیوادونو، ایران او هند سره په دې برخه کې خبرې وکړې او عملاً یې لویې لارې، سوداګریز بندرونه او ترانزیتي لارې او هوایي دهلېزونه پرانیستل .

تر غني دمخه افغانستان د پاکستان په صادراتو اکتفاء درلوده. دې ضرورت پاکستان ته ډېره ګټه رسوله، ځکه هم افغانستان د دوی د صادراتو لپاره ښه بازار و او هم یې له دې لارې منځنۍ اسیا ته خپل مالونه لېږدول. مګر ولسمشر غني په پاکستان لارې وتړلې.د سوداګریزو لارو بدلول د غني د حکومت له لومړیتوبونو څخه وو، ترڅو پر پاکستان د سوداګرۍ د اکتفاء کچه راټیټه شي.

په تېرو څلورو کلونو کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه راټیټه شوه. همداراز، له مرکزي آسیا سره د سوداګرۍ کچه ۹۶ سلنه لوړه شوه. په همدغه موده کې، د افغانستان د صادراتو کچه ۴۵ سلنه لوړه شوه چې په پایله کې یې تېر کال د افغانستان صادرات ۱ بلیون ډالرو ته ورسېدل. د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي کوریډور په پرانېستې سره به تر ۲۰۲۰ کال پورې د سوداګرۍ کچه ۲ بیلیون ډالرو ته ورسیږي. د چابهار بندر په واسطه به د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکي په بې مخینه کچه پراختیا وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply