طالبان دې د پاچاهۍ خوبونه نه ویني

0 744

محمدبشیر یوسفزوی_

د سولې اوسني مذاکرات چې د امریکا متحدو ایالتونو او پاکستان تر منځ روان دي، د طالبانو توقعات زیات کړي او حتی د پاچاهۍ خوبونه ویني. مګر طالبان باید هوښیار واوسي، د پاچاهۍ خوبونه له ذهنه وباسي او یوازې دا توقع دې ولري چې که ولس دوی بښي او د دوی له ټولو جنایتونو ور تېرېږي ، نو دا یو لوی احسان دی.

مګر طالبانو ته ښایي چې هیڅ وخت د پردیو په دې وعدو ونه غولېږي چې دوی به یو ځل بیا واک ته ورسېږي، ځکه واک ته د رسېدو چېنلونه اوس بدل شوي. دغه چېنلونه اوس د بهرنیانو نه بلکې د ولس په واک کې دي. اوس زعیم او مشر د ولس په خوښه، رایه او اراده ټاکل کېږي. د دغې ارادې او ملاتړ د جلبولو لپاره ظلمونو، وحشتونو، وژنو او زور ته اړتیا نشته، بلکې د دې لپاره ځان جوړونې، کار، خدمت او ژمنتیا ته اړتیا ده او هر څوک چې زیات ژمن او وړ ورته وېسېده، نو ولس په همغه کس باور کوي او د اساسي قانون مطابق ورته د ټاکلې مودې لپاره د پاچاهۍ او مشرۍ واګې ورسپاري.

مګر ولس څارنه کوي، ولس  ارزونه کوي، ولس حساب او کتاب غواړي او څوک چې د ولس په حساب کې پاتې راغی، نو بیا یې د واک واګې او موده را کمېږي او دا امکان شته چې د تل لپاره له دغه تخت او بخت څخه راولوېږي، مګر هغوی چې د ولس باور ته درناوی ولري او له ولس سره خپلې کړې ژمنې په سمه توګه ترسره کړي، نو هغوی نه یوازې د ولس په زړونو کې ځای مومي، بلکې د واک موده یې غځېږي او د واک ساحه یې پراخېږي.

طالبانو ته توصیه داده چې نور دې د پردیو په ژمنو نه غولېږي، نور نوکه سوله ییز ژوند ته واقعاً پناه وړي، نو د سولې تقاضا داده چې د پردیو غېږ او لمن به پرېږدې، د دوی پرځای به د ولس غېږې ته پناه ور وړې، ځکه د ولس غېږه هم مهربانه ده او هم خوندي ده. هم بې غرضه او بې مرضه ده.

که وسله وال طالبان هوښیار وي، نو دوی به نور پر پردیو تکیه ځکه ونه کړي چې پردیو دغې ورځې ته ورسول هم یې د ولس له ارادې او غوښتنې او هم یې د خدای او د دین له لارې غلطې چارې او کړنې ورباندې ترسره کړې. خلک یې بې موجبه ورباندې ووژل، وطن یې ورباندې ویجاړ کړ. ورانۍ او دربدرۍ ته یې ولمسول.

وسله وال طالبان که رښتیا هم سوله غواړي او له زړه سوله کوي، نو بیا دې له حکومت سره مخامخ د سولې مذاکرات وکړي. خپل ټول مسایل او ستونزې دې د خبرو له لارې حل او فصل کړي. د پردیو اجنډاوې دې نه تطبیقوي او نه دې هم د هغوی په لمسون د سولې برابر شوي فرصتونه ضایع کوي. له دغه مهم فرصت څخه باید د سولې، د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره اعظمي استفاده وشي. فرصتونه منتظر نه پاتېږي، د باد غوندې تېرېږي که خدای مه کړه دا فرصت ضایع شي، نو یوازې ولس نه، بلکې په خپله طالبان به یې هم ضرر وګوري او د جګړې په ډګر کې به ووژل شي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply