د سولې لپاره د حکومت هر اړخیزې هڅې

0 514

محمدروښان ښاد ـ

امنیت د افغانستان بنسټیزه اړتیا ده. حکومت دې ته ژمن دی او د تلپاتې امنیت او سولې لپاره یې ان له لومړیو څخه خپله اراده ښودلې ده. ولسمشر غني په هره وینا او لیدنه کې د سولې یادونه کوله. د سولې عالي شورا کې یې بدلون او تحرک راوست. سوله یې د حکومت او شورا له انحصار څخه وېستله او ټولو ته یې واضح اعلان وکړ چې هر څوک د سولې په برخه کې همکاري او مذاکره کولی شي. هر څوک دې په دې برخه کې له خپلو امکاناتو، مناسباتو او نفوذ څخه استفاده وکړي او وسله وال طالبان دې وهڅوي چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو له لارې عادي او سوله ییز ژوند ته راستانه شي.

ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په څلور نیمو کالو کې د بېلابېلو اقشارو استازو سره بار بار د سولې په اړه مشورې وکړې. حزب اسلامي سره یې د دولت د سولې مذاکرات بریالي کړل. له وسله والو طالبانوسره اعلان شوی اوربند یې په ښه توګه مدیریت کړ. د عربي او اسلامي هیوادونو سکوت یې مات کړ او هغوی یې دېته وهڅول چې د بین المللي کنفرانس له لارې په افغانستان کې روانه جګړه وغندي.

لنډه دا چې په کوردننه یې په ملي، همدارنګه سیمه ییزه او بین المللي کچه د سولې په اړه اجماع او لیدلوری رامنځته کړ. نړیوال یې دېته قانع کړل چې د افغانستان د ستونزې او بحران د حل لپاره تر جنګ د سولې لاره ګټوره او اسانه ده او په همدې خاطر یې د سولې هڅې په هر اړخیزه توګه پیل او تر دې دمه را ورسولې او له همدې برکته نن سبا سوله په اصلي او اساسي بحث بدله شوې ده.

د دې ترڅنګ یې د هیواد انکشاف، اصلاحاتو او نورو برخو ته هم همزمان پام وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې پام وړ کارونه ترسره کړل. په امنیتي سکټور کې لوی اصلاحات رامنځته شوي او نور اصلاحي پروګرامونه د پلې کېدو په حال کې دي. ځواکونه زیات، تجهیز او پیاوړې شوي دي او موږ هره ورځ د خپلو ځواکونو د سرښندنو او د سنګرونو د ساتنې شاهدان یوو. د افغانستان هوايي ځواک، کمانډو ځواکونه، پراخه اصلاحات او د فساد ضد هڅو راتلونکي ته لاره هواره کړه.

نړیوال ملګري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره ملاتړ څرګندوي او د نړیوالې ټولنې پاملرنه د تروریزم پټنځایونو ته اړول شوې ده. حکومت په دې بریالی شویدی چې د سولې مالکیت خوندي او بین الافغاني مذاکرات وکړي، او پدې مسله کې حکومت وتوانېد د ملي او نړیوالې اجماع له لارې د تلپاتې سولې راوستلو لپاره زمینه برابره کړي. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او همدارنګه په امنیتي سکتور کې فعاله ډیپلوماسۍ، سولې او امنیت ته د رسېدو امکان تر پخوا زیات کړی او حکومت به باعزته سولې ته د رسېدو پخاطر زمینه برابره کړي.

تازه تازه ولسمشر غني له افغان سیاسیون او بېلابېلو خواوو سره له سلا مشورو وروسته د دوحې ناستې لپاره د دوه سوه او پنځوس کسانو نوملړ اعلان کړی دی. دا کسان به په یاده ناسته کې د وسله والو طالبانو استازو سره د سولې په اړه بحث او خبرې کوي او هڅه به یې دا وي چې د دولت او طالبانو مستقیمو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply