د  جرګې مخالفت د سولې مخالفت دی

0 573

مطیع الله سحر ـ

 

له کله نه  چې د افغان سولې لپاره د هیواد دننه او له هیواده بهر هڅې زیاتې شوي دي. د سولې په هڅو کې تل یو نه یو خنډ راپید شوی وي. او د سولې روانې هڅې یې له ستونزو سره مخ کړي وي. چې د همدغو خنډونو او ستونزو له امله د افغان سوله ځندېږي. له دې سره د افغان حکومت د سولې هڅې ټکنۍ کېږي او افغان ولس نهیلی کېږي.

دا ستونزې هغه مهال ډېرې دردونکې وي چې کله د حکومت له منځ څخه د مخالفت غږ راپورته شي، لکه ډاکټر عبدالله عبدالله چې اعلان وکړ د سولې په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي. دا جرګه چې د سولې په اړه له ولس سره د بحث په موخه جوړه شوې، تر څو له یوې خوا ولس ځان د سولې په متن کې احساس کړي او داسې ونه ګڼي چې د سولې پروسه د دوی له سلا مشورې پرته پر مخ ځي او بله موخه یې داده چې ولس د سولې په اړه خپلې اندېښونې، غوښتنې او وړاندیزونه په وضاحت له حکومت او مسوولینو سره شریک کړي.

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړېږي او له دې جرګې څخه د حکومت هدف دا دی چې په یاده جرګه کې به د هیواد له ګوټ ګوټ څخه به د ولس استازي په کې ګډون کوي. او په دې اړه به بحث کوي چې د تلپاتې سولې د تامین لپاره خپلې هڅې همغږې کړي. له خپل  ولس څخه دفاع وکړي او ټولې خواوې باید د ولس د دغې لویې هیلې په موخه چې باعزته سوله ده سره یوه خوله شي. دا جرګه به د هیواد د سولې لپاره ډېره ګټوره تمامه شي.

خو اوس چې د حکومت اجرائیه رئیس ښاغلی عبدالله عبدالله له دې جرګې سره مخالفت کوي. نه غواړي چې په یاده جرګه کې ګډون وکړي. عبدالله وايي چې د دې جرګې لپاره له ماسره کومه مشوره نده شوې او زه هم نه غواړم چې په کې ګډون وکړم. ښاغلی عبدالله داسې فکر کوي چې ولسمشر غني دا جرګه د دې لپاره جوړه کړې ده چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره کمپاین وکړي. او په دې جرګه کې به هېڅ د سولې په ګټه خبرې او پرېکړې ونه شي. د ده له مخالفت وروسته ځینو نورو د ولسمشرۍ نوماندانو هم وویل چې دوی هم په جرګه کې ګډون نه کوي. دا په حقیقت کې د سولې پر وړاندې د خنډونو ایجادول او له ولس څخه وېره او تښېته ده.

ولس اوس خپل خادمان او خواخوږي درک کړي او دوی پوهېږي چې ښاغلی غني شپه او ورځ د هیواد د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او د ده سیاسي رقیبان په دغسې مخالفتونو سره د ولس ذهنیت نشي خرابولی او نه هم د هغوی ملاتړ خپلولی شي.

ښاغلي غني تل د دې هیواد او د هیواد د بچیو د ښه راتلونکي لپاره کار کړی او دا چې دې هیواد او ولس ته یې څومره خدمت کړی دا مونږه ټولو ته معلومه دی او له همدې وېرې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان له خپلې بریا څخه نهیلي شوي او په مخالفت یې لاس پورې کړی دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply