عمران خان ته يوه نېکه مشوره /سيد حسين پاچا

0 651

عمران خان ته يوه نېکه مشوره 

نظامي لګښتونه يا پوځ ته پر بوديجه کمولو غور وکړه

دا به له ملت سره انصاف او هم به پوځ له ترورېزم پالنې، په ګاونډيو هېوادونو کې له لاسوهنې او هم به له پښتنو وبلوڅوژنې راوګرځول شي

په دې کار سره به دې هم دوعا قبوله او هم به دې ولس ته انصاف ورکړی وي

سيد حسين پاچا ـ

امريکا غږ پښتو :

د پاکستان صدراعظم نن د جمعې په ورځ (اپريل ١٩) د اورکزو په قبائيلي سيمه کې يوې غونډې ته وويل “د افغانستان حکومت ته نن وړانديز نه کوي ځکه چې هغوی يې بيا لاس وهنه ګڼي“.

رسنيو د ښاغلي خان له خولې ليکلي چې د افغانستان د امن دپاره دعا کوي ځکه په وينا يې کله چې افغانستان کې امن وي، نو تجارت به وده وکړي “الله دې په افغانستان کې امن راولي” چې هغوي هم په خپلو پښو ودريږي ځکه چې ۴۰ کاله پرې جګړې تېرې شوې.

عمرانخان ښه سړی دی، خو د دوعا لپاره لږ تر لږه درې – څلور شرطه اړين دي :

  • مال / عايد بايد حلال وي
  • له متضرر نه بښنه وغوښتل شي
  • له څښتن تعالی نه بښنه وغوښتل شي
  • توبه و ژمنه وشي چې بيا به يې نه ترسره کوم

ښه به دا وي چې ښاغلی خان له حکومت، نظاميانو او استخباراتو سره په دې شرايطو وغږيږي، کنه نو څښتن تعالی داسې دوعا نه مني چې وايی يو څه او کوي بل څه، له همدې امله قرآن په روښانه ټکو ويلي دي چې ((تاسې ولې هغه څه وايئ چې نه يې ترسره کوئ)).

زما مشوره خو ښاغلي خان ته دا ده چې که نظاميانو ته پخپله بوديجه او پر نظامي لګښتونو يې له سره غور وکړي، ښايي چې دا به د سودونو او پور ورکونه او کمولو کې د پام وړ بد لون راولي او هم به يې نظاميان په ګاونډ او هم به د پښتنو وبلوڅانو له وژنې او ورکونې راوګرځيږي او هم به يې د خپل ټاکنيزو منډو ترړو هغه شعار پر ځای کړی وي چې ولس ته يې ويلي وو چې زه به انصاف درکوم. که دا کار نه شي کولی، نو بيا وړانديزونه، مشورې او دوعاګانې کوم ځای نه نيسي او نه ځان او نه بل چا ته ګټه رسولی شي.

دا انصاف نه دی چې نظاميان په سلو کې شپېته برخې او پاتې ۱۹۵ ميليونه نفوس څلوېښت برخې بوديجه ترلاسه کوي. که خان ته دا ښه ښکاري، خو سمه ده او کنه نو خپله دې سوچ وکړي چې دا ډول وېش انصاف دی او که ظلم چې نظاميان يې پر ولس کوي؟ په داسې حال کې چې نوموړی له پوځه دفاع هم کوي چې پوځ ملامت نه دی. هيله ده چې خان سوچ وکړي چې ولې د ده نظاميانو د قبايلو پښتانه، بلوڅ وهزاره ووژل؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

عمران خان: افغان حکومت ته ځکه وړانديز نکوم چې لاسوهنه يې گڼي

https://www.pashtovoa.com/a/imran-khan-say-afghan-government-see-his-offer-interfering-/4883045.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply