الفتح عملیات څه شول؟

0 596

اېمل پیاوړی _

سږکال ژمی وسله وال طالبان سخت وځپل شول او دلیل یې د امنیتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ کې تغیر او تبدیل و، ځکه هغه مهال چې حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار و، نو د دښمنانو د ځپلو لپاره به عملیات په منظمه توګه نه ترتیبېدل او نه هم له ژمني فرصت څخه اعظمي استفاده کېدله، مګر د اتمر له تګ وروسته سږنی لومړی ژمی و، چې د افغانستان د دښمنانو او تروریستي ډلو او ګروپونو د ځپلو لپاره اعظمي استفاده وشوه او وسله والو طالبانو ته د هیواد په بېلابېلو  برخو کې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په پایله کې سخت تلفات واوښتل او دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جنګ روحیه مطلقه له لاسه ورکړه.

له همدې امله د ژمي په وروستیو کې وسله والو طالبانو سولې ته غاړه کېښوده او د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سولې ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د سولې مذاکرات پیل کړل او له هغوی څخه یې بار بار د عملیاتو د ودرولو او د بمبار د نه کولو غوښتنې وکړې، خو لا هم د وسله والو طالبانو پر ضد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات ادامه لري او تر هغو چې دوی له افغان حکومت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات پيل نه کړي او سولې ته غاړه کېنږدي، نو دغه عملیات به همداسې ادامه لري.

سږکال وسله والو طالبانو خپل پسرلني عملیات د نورو کلونو په پرتله ناوخته او په ځنډ پیل کړلدوی یوازې د رواني جنګ او خلکو ته د تشویش ور اچولو لپاره دا عملیات پیل کړل، ځکه دوی د جنګ روحیه او قوت له لاسه ورکړیعمده دلیل یې دادی چې له کومې ورځې دا عملیات پیل شوي، نو وسله والو طالبانو یو نیم ځای هغه هم په ښارونو او ملکي ځایونو کې له  انتحار او انفجار مه واره په ولایتونو کې کوم پرمختګ نه لري او نه به یې هم ولري، ځکه سږکال د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري د جنګ ابتکار په لاس کې لري او دښمن ته د سر پورته کولو  فرصت نه ورکوي.

وسله والو طالبانو او د دوی پلویانو ګڼله چې د الفتح عملیاتو له اعلان سره  به خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکړي او دولت به تر فشار  لاندې راولي، مګر تراوسه د دوی عملیات بې له دې چې مسخره شوي هیڅ اغېز یې هم نه دی لرلی  او په هیواد دننه او بین المللي کچه د دوی د عملیاتو اعلان سخت وغندل شو او دا یې د وسله والو  طالبانو دوه رنګي وبلله چې له یوې خوا د سولې مذاکرات کوي او له  بلې خوا د الفتح په نوم پسرلني عملیات پیلوي.

مګر دا ټولو ته معلومه ده چې وسله وال طالبان له جنګ، وژنو او وحشت مه واره د هیوادوالو لپاره نور هیڅ هم نه لري او نه هم د جنګ له لارې واک ته رسېدلی شيطالبان لا هم فرصت لري چې د بین  الافغاني مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې له افغان دولت سره په  اساسي توګه حل کړي او که سولې ته غاړه کېنږدي، نو وبه وژل شي.    

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply