د ولسمشرۍ نوماندان څه غواړي؟

0 633

محمدروښان ښاد_

د حنیف اتمر په ګډون یو شمېر هغه کسان چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یې نوم لیکنه کړې او لا یې هم نه د نوماندۍ قانوني پروسه بشپړه کړې او نه هم د رسمي نوماندانو په توګه اعلان شوي دي، د نوم لیکنې له ورځې کوښښ چې پر حکومت او ولسمشر غني فشارونه وارد کړي او د دغو فشارونو په پایله کې امتیاز ترلاسه کړي.

دوی په دې وروستیو کې د سترې محکمې پرېکړه له کوم سند او دلیل پرته غیر قانوني بولي او ګواښ کوي چې که ولسمشر غني واک پرېنږدي، نو دوی به د جوزا له لومړۍ نېټې لاریونونه وکړي، حال دا چې دغه اکثره نوماندان چې تېرو پارلماني ټاکنو ته هم نوماندان وو د خلکو د ملاتړ د نه شتون له امله د باور او بریا رایه ترلاسه نه کړه او که چېرې دوی خلک لاریونونو ته را اېستلی شي، نو بیا ولې په ولسي جرګې ټاکنو کې بریالي نشول.

دغه کسان یوازې او یوازې په ولسمشر غني فشار زیاتوي او د فشار زیاتول یې دوه لاملونه لري، لومړی لامل یې دادی چې اکثره یې لکه د حنیف اتمر او احمدولي مسعود او ځینو نورو غوندې چې له دندو شړل شوي له ولسمشر غني سره عقده یي شوي دي او ځینې نور یې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره دا کار کوي، مګر دوی له دې بې خبره دي چې ولسمشر غني نه د کوم فشار پروا لري او نه هم د فشار له امله چاته امتیاز ورکوي، پکار دی چې دوی په خپل دغه کار بیا له سره غور وکړي.

بل پلو ولس باید دغه کسان لا ښه درک کړي، ځکه دوی تر دې وړاندې هم له خپلو مسوولیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستې، غلا او فساد کې ښکېل دي او دا ځل یې چې ولسمشرۍ ته ملاتړلې چې اول خو یې پنځه سلنه د بریا چانس هم نشته، مګر که یې بیا هم بریالي وګڼو، نو باور دی چې دوی به په ولس چپه مېچنې وګرځوي نهایت زیات فساد به وکړي او هیواد به یو ځل بیا بحران ته بوځي. ولس ته ښايي چې دغه فرصت طلبي او سواستفاده کوونکي کسان ښه درک او تشخیص کړي او د خپلو دغو ناوړه اعمالو د سزا له امله یې لا زیات منزوي وکړي او له دوی څخه خپله لمن راټوله کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم باید د دوی پر وړاندې اقدام وکړي، دوی ته خبرداری ورکړي چې له دغه ډول کړنو څخه لاس په سر شي او که چېرې دغه ډول مزاحمتونو او له خپلې سویې لوړو کارونو ته ادامه ورکړي، نو د ټاکنو لپاره چې کومه نوم لیکنه کړې دا به لغوه شي او بل ځل به ورته د نوم لیکنې چانس او فرصت ورنه کړي شي.

همدارنګه حکومت او په ځانګړي ډول عدلي او قضایي ارګانونه باید دوی ته دستور ورکړي او ورته ووایي چې په کوم صلاحیت دوی د محکمې قانوني پرېکړه تر پوښتنې لاندې راولي او غیر قانوني یې بولي او په ټینګار دې ورته ووایي که بیا دغسې څه تکرار کړي، نو سزا به ورکړل شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply