«ګوګل ډو او» ګروپ ویډیو کال پیل کړ

0 798

ټولنیزې رسنۍ ورځ تر بلې د نویو اپشنونو او فیچرز په را منځ‌ ته کولو سره په خپل منځ سیالي کوي او نوې جوړې شوې اسانتیاوې د دې رسنیو کاروونکي له یو بل نور هم سره نږدې کوي.
دا ځل «ګوګل ډو او» چې د فېسبوک مسنجر په څېر اپليکېشن دی، په ځینو هېوادونو کې د ګروپ ویډیو کال یا ډله‌یز ویډیويي زنګ پیل کړ چې په یو مهال کې څو کسان کولای شي د ویډیو له لارې له خپلو ملګرو سره د زړه خواله وکړي.
وړم کال ګوګل اعلان کړی چې ویډیو ګروپ کال به په تېر مېلادي کال کې جوړوي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا چاره ممکنه نه ‌شوه، خو اوس يې په ځینو هېوادونو کې ورته اجازه ورکړې ده او ډېر ژر به يې په ټوله نړۍ کې فعال کړي.
د ګوګل ډو او اپليکېشن مشر جسټن یوبرټي وايي، اوس اړتیا وه چې دا ډول اپشن یې اضافه کړی وای، خو هغه له اندونیزیا پرته د نورو هېوادونو نومونه یاد نه ‌کړل چې دا اپشن په کومو هېوادونو اوس‌مهال کار کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply