د جسدونو موزیم

0 433

په موزیم کې ډېر وخت تاریخي اثار، قېمتي کاڼي، مجسمې، جالب توکي او داسې نور لرغوني اثار پراته وي، خو نن درته سرخط داسې موزیم در پېژني چې یوازې پکې د انسانانو جسدونه ايښودل شوي دي.
د ایټالیا په سیسلي سیمه کې د هدیرې په شکل یو موزیم دی چې لرغونتوب یې ۴۲۰ کالونو ته رسېږي او په لومړي ځل په ۱۵۹۹ کال کې د پادریانو یو مشر جسد پکې ایښودل شوی و، خو ورسته یې شمېر زیات شو.
په دې موزیم کې چې د خونو په څېر جوړ شوی، شاوخوا اته زره مومیايي شوي جسدونه پکې ایښودل شوي او هره ورځ یې سلګونه کسان ليدو ته ورځي، خو چې څوک غټ زړه و‌ نه ‌لري له دې موزیمه ليدنه نه‌شې کولای، ځکه ځینې جسدونه پکې ډېر ډاروونکي هم دي.
دې موزیم یا قبرستان ته له نورو سیمو هم ممویايي شوي جسدونه راوړل شوي. مخکې تر دې عامو خلکو ته اجازه نه ‌وه چې داخل ته ورشي، خو اوس دا موزیم د عامو خلکو پر مخ هم خلاص شوی دی او ځینې خلک له جسدونو سره انځورونه اخلي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply