د ژړا او انسان اړيکه: د سترګو سپورټ که د احساس ژبه؟

0 1,486

احساسات او کېمياوي تحريک هغه څه دي چې د انسان اوښکې تويوي. ژړا کابو د نړۍ په ټولو فرهنګونو او ادبياتو کې ياد شوی مقام لري او په بېلابېلو ځايونو کې خپله معنا ښندي.

ژړا يوازې په ادبياتو کې نه، بلکې په ساينس کې هم د بحثونو وړ ګرځېدلی حالت دی. په فرهنګي برخه کې د شکسپير نظر دا دی چې “د زړه له اخلاصه ژړل د انسان غمونه کموي. “

يوه امریکایي لیکوال لیکلي، “که ډېر بد‌چانس نه واست، په ماړه نس ژړل مو حالت ښه کوي، حتا که عملاً مو په وجود کې کوم بدلونونه هم رانه‌شي.”

چارلز ډاروين په دې نظر و چې ژړا د سترګو د څېرمه عضلو سپورټ دی، کله کله دا عضلې فعاليت کوي چې په رګونو کې وينه غوټه نه‌شي.

ډاروين د ماشوم ژړا د هغه د را جلبولو ژبه ګڼي.

د مشرانو، نويو ځوانانو او ماشومانو ژړا سره بدله ده او حالت يې هم يو شان نه وي، خو په ټوله کې ژړا د سټرس کمولو لاره او مايع شوي احساسات دي.

يوناني مفکر ارسطو بيا باور درلود چې ژړا د انسان ذهن تصفيه کوي.

خو زموږ په نننۍ نړۍ کې د ژړا په هکله تر پخوا زياتې ساينسي څېړنې وشوې، مثلاً په ۲۰۰۳ کال کې د ۴۳۰۰ ځوانانو په هکله چې عمرونه له ۲۰ تر ۳۹ کالوو، څېړنو وښووه چې په دوی کې کابو ټول کسان په دې اند وو چې تر ژړا وروسته په جسمي او ذهني لحاظ ارامېږي.

خو په دوی کې ځينو ويل چې په ژړا يې په بدن کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی، حتی ځينو ويلي چې تر ژړا وروسته يې حالت لا پسې خراب شوی دی.

په ۱۹۸۶ کال کې څومره مقالې ليکل شوې وې، د ۹۴سلنه مقالو تمرکز پر دې و چې ګواکې ژړا رواني سټرس را کموي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply