اوس په فليپین کې څوک درواغو ته نه پرېښودل کېږي

0 467

د فليپین په یوه سیمه کې ډېر عجیب او غریب قانون نافذ شوی دی، که چا په دې سیمه کې درواغ وویل، حکومت ورته د نقدي ناغې تر څنګ سخته سزا ټاکلې ده.
له منیلا ۲۰۰ کيلومټره لېرې په باینالونن کلي کې که چا درواغ وویل، شایعات یې خپاره کړل او یا یې بې‌ځایه خبرې وکړې، حکومت یې پنځه ډالره جريمه کوي او درې ساعته به له سړکه خاورې او خځلې ټولوي.
همدا راز، که دې دروغجن یو ځل بیا دا کار تکرار کړ، په دویم ځل به شل ډالره جريمه ورکوي او تر اته ساعته پورې به له سړکونو کثافات ټولوي.
که څه هم د فليپین حکومت دې دروغو په اړه بشپړ تعریف نه‌ دی څرګند کړی، خو د دې سیمې ښاروال رامون ګایکو وايي، هر هغه څوک چې د بل د شتمني د غلا او شخصي ژوند د خرابولو هڅه وکړي او په اړه یې شایعات خپاره کړي، همدا جرم ګڼل کېږي، خو د دې سیمې ښاروال وايي، خلک باید په ټولنه کې د درواغو پر ځای سم خبرونه واوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply