ولسمشر غني ولې زیربنا ته پام ډېر کړ؟

0 623

اېمل پیاوړی ـ

زیربنا که ودانۍ وګڼو، نو دغه ودانۍ معلومداره په دېوالونو ولاړه ده، دېوالونه چې څومره پاخه وي، نو همغومره به ودانۍ هم محکمه وي. افغانستان هم د خپل ثبات او پایښت لپاره ټول عمر په بهرنیو بسپنو او خیراتونو نشي چلېدلی، د دې لپاره باید زیربنا ته چې له برېښنا، سرکونو، بندونو، سوداګرۍ، کانونو او نورو څخه عبارت ده اساسي پام وکړي، ځکه د راتلونکي ملي اقتصاد وده او د ټولنې ثبات د زیربنایي پانګې له جوړولو پرته ممکنه نه برېښي، له همدې امله ولسمشر غني برېښنا ته چې د زیربنا زیربنا ګڼل کېږي پام ډېر کړ. هم یې د وارداتي برېښنا انسجام ته پام وکړ او هم یې په کور دننه د برېښنا د تولید په موخه د بندونو جوړولو او همدارنګه د لمریزې او بادي برېښنا تولید ته توجه وکړه او په دې برخه کې کارونه ادامه لري.

د دې ترڅنګ یې له ګاونډیو هیوادونو سره د لویو او ترانزیتي لارو د جوړولو هوکړې وکړې، د اوسپنې پټلۍ جوړې شوې او افغانستان ورسره ونښلول شو، چابهار ، اقینې او نور بندرونه جوړو شول، د لاجوردو لاره بیا احیا شوه، هوایي کوریډور را منځته شو او داسې نور ډېر کارونه د زیربنا په برخه کې وشول. حتی ولسمشر غني سږکال تصمیم نیولی ټولې هغه پروژې چې په دوه کالو کې یې حرکت او پرمختګ نه دی کړی هغه به لغوه کړي او پرځای به یې په ولسوالیو او سیمو کې وړو بندونو ته توجه وشي، چې هم د کلیو د خلکو د برېښنا ستونزه ورسره حل شي او هم د کروندو د اوبه کولو چاره پرې وشي.

همدارنګه پکار ده چې له بلاعوضه مرستو او ارزانه پورونو څخه ډېره برخه پّ زیربنایي پروژو ولګول شي. افغانستان په دې برخه کې تر هر څه لومړی برېښنا، اوبو، سړک، د اورګاډي پټلۍ او هوایي ډګرونو ته اړتیا لري.

د برېښنا په نه موجودیت کې تعلیمي ، اقتصادي او دولتي چارې پرمخ نه ځي، نو ځکه دولت اړ دی چې هم زموږ وافرې اوبه پّ برېښنا بدلې کړي او هم زموږ له باد او لمر څخه د برېښنا انرژي تولید کړي او په دویم ګام کې د برېښنا د توزېع په مدیریت باندې پانګونه وکړي چې ظرفیت ترلاسه شي، ځکه کابل ښار د برېښنا شبکې دتوزیع په برخه کې پّ کلونو د نړیوال بانک پیسې پرتې وې، خو د ولسمشر کرزي په وخت کې د برېښنا په برخه کې د ظرفیت د نشتوالي او د برېښنا وزارت د بې غورۍ له امله پرځای ونه لګول شوې، چې د ښار فقیرو خلکو یا تیارې قبولې کړې او یا یې په جنراتوري برق میلیونونه ډالر مصرف کړل.

د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته هم په اوبو او اوانرژۍ وزارت کې فوق العاده بدلون او ښه والی راغی او هم د برېښنا واحده ملي شبکه جوړه شوه، په تېرو دوه کالو کې د اکثریت ولایتونو مرکزونه له دې شبکې سره وصل شول او په پام کې ده چې ولسمشر غني په راتلونکو دوه کالو کې د افغانستان ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسوي او په دې برخه کې له ځینو بین المللي شرکتونو سره هم خبرې شوي چې له برېښنا او لمر څخه باید برېښنا تولید او د خلکو اړتیاوې پوره شي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply