موقت حکومت؛ پر وچه ځمکه لامبو وهل

0 623

لیکوال: بشیر ستانکزی _

له هغه وروسته چې له طالبانو سره د سولې کیسې ګرمې او ټاکنې را نېږدې شوې، یو شمېر افغان سیاستوالو له ټاکنو سره مخالفت وکړ او د موقت حکومت غوښتنه یې وکړه، دوی دلیل وړاندې کړ چې په موقت حکومت کې به د طالبانو په ګډون ټول هغه ښاماران را ټول شي چې اوس له صحنې لرې شوي او په دې سره به په وطن کې روان ناورین ختم شي. دوی داسې ښکاره کړه چې ګنې موقت حکومت د وطن په خیر دی، د سولې او پخلاینې امکان په کې دی او دا د افغانانو غوښتنه ده چې دا ډول یو حکومت رامنځ ته شي، خو  کله چې د پاکستان صدراعظم عمران خان او یو شمېر غربي چارواکو هم د موقت حکومت سندره وبلله، د  سیکې اصلي اړخ را ښکاره شو. د عمران خان او لودیځوالو له خبرو وروسته افغانانو د موقت حکومت ناره وغندله او دا یې یوه پردۍ غوښتنه وبلله چې مقصد یې بیرته افغانستان ۱۸ کاله مخکې ته ستنول و، هغه افغانستان چې هر څه په کې ګډوډ وو، یوه ډله جنګسالاران راغلل، هر څه یې یرغمل کړل، ځانونه یې وپړسول او تر ننه د افغانانو وینې زبېښي. د ولس لخوا د موقت حکومت د نارې له غندلو وروسته هم یو شمېر سیاستوال لګیا دي او د موقت حکومت نغاره ډنګوي چې ګنې اورېدونکي به پیدا کړي، ځینې موقت حکومت د سرپرست حکومت په نوم غواړي خو دوه پانزده یک سی میشود.

د موقت حکومت لپاره د هر چا تعریف او لید بېل دی، مثال افغان سیاستوال ځکه موقت حکومت غواړي چې دوی به په کې د ارګاه او بارګاه څښتان شي او بېرته به خپل پخواني برم ته ستانه شي او هېڅوک به حساب او کتاب نه ورسره کوي، پاکستان یې ځکه غواړي چې په افغانستان کې موجود نظام کاواکه او  کمزوری کړي او داسې کسان په کې واک ته ورسوي چې له دوی سره غاړه یوسي، یو شمېر امریکایان او ملګري یې ځکه موقت حکومت غواړي چې خپلې ګټې په کې خوندي کړي او هغه کسان د موقت حکومت په زندان کې وتړي چې څو لسېزې یې له دوی سره جګړه وکړه، خو له دې هر څه سره عام افغانان په دې مسله کې یوه ذره ګټه هم نه کوي، ځکه دوی به د یوه داسې چتر لاندې ژوند کوي چې هر شېبه به پرې د دې چت د را لوېدلو خطر وي.

د حامد کرزي د حکومت د حج او اوقافو سرپرست وزیر صدیق چکري چې وروسته لندن ته وتښتېد، پارلمان ور غوښتی و چې ولې ښه کار نه کوي او د حاجیانو ستونزې نه حل کوي؟ چکري په ټوکه پارلمان ته وویل چې ما سم وزیر کړئ او له سرپرستۍ مې خلاص کړئ، بیا به سم کار کوم، خو چکري همداسې سرپرست پاتې شو، غلاوې یې وکړې او لندن ته وتښتېد، موقت حکومت به هم همدغسې یو شی وي چې غلاوې او شوکې به په کې ټول ګډونوال کوي، خو مسولیت به یې هېڅوک هم نه مني.

د موقت حکومت غوښتونکي باید په دې پوه شي چې دوی په وچه ځمکه لامبو وهي، داسې چې په دې لامبو کې به هم ځان خراب کړي او د موقت حکومت په رامنځ ته کولو سره به افغانستان خراب کړي. سمه ده چې په سیاست کې میدان ګټل مهم دي، خو وطن او نظام بیا تر هر شخصي سیاسي بري پورته دی او افغان سیاستوال دې د خپلو ارمانونو د پوره کولو په خاطر افغانستان د ګړنګ په ژۍ نه دروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply