قومي سیاستونه ستونزې لا زیاتوي

0 1,019

محمدبشیر یوسفزوی_

قومي سیاستوال خامې مېوې ته ورته وي، تاسو به لیدلې وي چې مېوه چې خامه وي، نو له ونې پورې کلکه نښتې وي، خو څومره چې پخېږي، نو همغومره له ونې څخه را جلا کېږي. واړه او خام سیاستوال هم له قوم پورې نښتې وي، خو روښانه او ملي سیاستوال بیا ځانته تر قومي ور پورته ملي او سیاسي هویت پیدا کوي، خو له بده مرغه په وروستیو څلورو لسیزو کې په لوی لاس د ملي هویت پرځای قومي هویت او سیاست ته بېخي زیاته لمن ووهل شوه، ځکه چې د یو شمېر افرادو او حتی احزابو ګټې په قومي سیاستونو کې خوندي وي او دوی دا جوهر نه درلود چې ټول ملت پرځان راټول کړي، مګر د قوم د راټولولو انګېزه یې لرله، خو له دغې انګېزې یې منفي او شخصي استفاده کوله او لا هم جریان لري.

د قومي هویت او ملت جوړولو تر منځ د اصولو په لحاظ کوم بنسټیز تضاد نشته، خو ستونزه یې داده چې هیڅکله هم د قومي سیاستونو په موجودیت کې یو غښتلی او واحد ملت نشي جوړېدای. قومي سیاست هغه مهال لا په لویه ستونزه بدل شي چې کله قومي هویت له قانون څخه لوړ وګڼل شي او له دولتي امکاناتو څخه د یوه قوم پر ګټه او د بل پر ضد کار واخیستل شي او یا له دولتي څوکیو څخه د یوه د اعزاز او د بل د سپکاوي لپاره ناوړه ګټه پورته شي. یا دا چې دولتي اقتدار د یوه قوم اجاره وګرځي او نور بې برخې کړی شي، نو داسې کړه وړه د دې باعث کېږي [ې هره دولتي موسسه او یا معامله پهقومي شخړه واوړي او لانجه ترې پورته شي.

لکه د ولسي جرګې ریاست چې کله په دویم راونډ کې هم نه اصولي او نه هم رحماني ټاکلی نصاب چې ۱۲۴ رایې وو پوره نه کړای شو، نو نوماندان دوه پړکه شول، یو یې د اصولو او بل یې د رحماني لورته ودرېدل. د اصولي د ډلې دلایل قانع کوونکي دي. هغوی وایي د کورنیو اصولو مطابق رحماني نصاب نه دی پوره کړی، نو رئیس نه دی او باید ټاکنې بل پړاوو ته لاړې شي او نور نوماندان ځانونه ونوموي او د هغوی تر منځ باید سیالي وشي، خو د رحماني پلویان موضوع قومي کوي او د قوم او ژبې او حتی سمت په اساس ټول د رحماني تر شا ولاړ دي، دوی له زور او تشدد کار اخلي او وایي چې موږ ټاکنې ګټلي او غواړي رحماني د ریاست په څوکۍ کېنوي او دغه موضوع تقریباً په یو جنجال او شخړه بدلېدونکی دی، ځکه چې دغې قانوني موضوع ته په لوی لاس قومي رنګ ورکول کېږي.

له دې سره سره چې قومي سیاست دا مهال ښه په درز کې روان دی، خو بې وزله ځوانان او بې اسرې کونډې او یتیمان که په هر قوم پورې تړلي دي همغسې فقیر او در په در ګرځي، خو قومي سیاستوال په دې نه دي توانېدلي [ې حتی د خپلو کونډو او یتیمانو ګېډه مړه کړي. زموږ په هیواد کې لوږه او بې وزلي قوم، ژبه او سمت نه پېژني، نو ځکه په قومي سیاستونو زموږ د ژوندانه ستونزه نه حلېږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply