تندر / نور محمد سعید

0 468

باد د کلا له درشله نیولې د راغه تر لارې پورې د کتار ولاړو تنکیو چنارونو ملاوې کړوپې کړې. د فصیل له دیوالونو سره پلو پورې ولاړو توتانو، څنځلو او الوچو یوه بل لور ته سرونه واچول. غوبه کاکا په څادره کې ځان نور هم ونغښت. په ترپکو غواوو ته یې لښته ونیوه. وروسته باد ناڅاپه سوکه شو، بلکې ودرید. چوپه چوپتیا شوه. خال- خال لوی څاڅکي پر پوټی ځمکه ولګېدل.

د دروازې سرماتې ته د رسېدلي پیچي ګلانو پر اودي پاڼو رڼو څاڅکو شنه لمبه کوله. څاڅکي سوکه – سوکه ګڼ شول. پر خټین بام یې د لویدو شرنګی اورېدل کېده. د رباب نغمې غوندې یې ورو- ورو سور- تال برابریده. له لندې خاورې پورته شوې پسته وږمه په منډه له ورسۍ راننوته. شېبه وروسته داسې په شرپ راواورېد چې له مړې خاورې یې نرۍ دوړه پورته کړه. د بالاخانې له بامه د موسیقۍ غږ راته. ختیځ ته ټینګې تورې وریځې وغوړمبېدې. تېره – رڼه څړیکه پکې وځغلیده.

د برج پر عین سر مې برېښنا ولیده چې ځمکه یې ښکول کړه. همدې خرپ- درب، تورې تیارې او پړکنده رڼا کې مې سترګې لوڅې کړې… هر څه رڼا شول. له کټه لاندې پروت وم. درنه ایربس A-380  د ورسۍ څنګ ته راښکاره شوه. ځل یې کاوه. ډېره ټیټه وه. بس، یو څو سوه متره پورته. د لندن هېتهرو هوايي ډګر کې یې کښېناستو ته ځان سماوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply