منظور پښتين: د ګيله من وزير روغتیايي وضعیت نازک دی

34
1 ساعتونه مخکې

گيله من وزير د اسلام آباد د يو روغتون په عاجل واټ کې بستر دی. هغه يوه ورځ تر مخه په اسلام آباد کې په يو برید کې سخت ژوبل شوی دی.

په پاکستان کې د «پښتون ژغورنې غورځنګ» يا «پي ټي ام» د مرکزي شوار پر غړي او شاعر، ګيله من وزير، د يکشنبې په ورځ (د جولای ۷مه) په اسلام آباد کې بريد وشو. د ياد تحريک د غړو لخوا پر خواله رسنيو د خپرو شوو معلوماتو له مخې ګيله من وزير، په دغه بريد کې سخت ژوبل شوی او په اسلام آباد کې  پيمز روغتون ته يووړل شوی دی. ويل شوي دي چې هلته د هغه عمليات شوي او په عاجل واټ کې بستر دی.

د پي ټي ام مشر، منظور پښتين، د دوشنبې په ورځ پر خپله فيسبوکپاڼه خپره شوې ويډيو کې وويل چې د گيله من، روغتيايي وضعيت «نازک» دی. د پښتين، په وينا د گيله من وزير، ملگري او د پي ټي ام «ذمه وار کسان» په اسلام آباد کې د روغتون دباندې ناست دي.

منظور پښتين له دې مخکې د يکشنبې په ماخستن د يادې پيښې په هکله په اسلام آباد کې څرگندونې کړي وې، چې ويډيو يې پر فيسبوک خپره شوې وه. پښتين، په دغو څرگندوونو کې وويل چې پر ګيله من وزير، باندې د «لسو پنځلسو کسانو» د يوې داسې ‌ډلې لخوا بريد شوی دی، چې ورسره «د يو چا د وهلو او حتی تر مرګ پورې رسولو ټول آلات» موجود ول.

په سوات کې د پي ټي ام د يو احتجاج آرشيف انځور چې پکښې گيله من وزير هم گډونوال و
گيله من وزير (د انځور منځ د سر خولۍ سره) پر سر سخت ژوبل شوی دیانځور: Gilaman Wazir

دا چې پر ګيله من وزير د چا لخوا بريد شوی او د بريد انګېزه يې څه وه، لا تر اوسه نه ده روښانه شوې. منظور پښتين، هم تر اوسه په دې اړخه د چا نوم نه دی اخيستی. البته هغه پر ګيله من وزير بريد «پر ټول پښتون باندې بريد» بللی دی.

په اروپا کې د پي ټي ام غړی او د لر او بر ويبپانې چلوونکي عبدالله احسان آلمان ږغ ته وويل: «په رسمي توګه لا تراوسه موږ نشو ويلای چې بريد چا کړی و. البته يوه خبره چې روښانه ده، هغه دا ده چې دغه بريد د دوو اشخاصو تر منځ د کومې لانجې نتيجه نه وه.»
په خواله رسنيو کې د يادې پيښې په تړاو زيات شمېر کاروونکو خپله خواښيني څرګنده کړې ده.
د پښتون ژغورنې د غورځنگ يو شمېرمشران او غړي د پاکستان د امنيتي چارواکو له خوا په بيلو وختونو کې زندانيان شوي هم دي. پخپله منظور پښتين هم څو ځله نيول شوی او په زندان کې يې وخت هم تېر کړی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.