د قاموس لیکنې له پلوه پښتو-هندي-انګلېسي قاموس ته کتنه

نورالله جلالزی

100

لنډيز

قاموس لیکنه د هغو اصو او لارو چارو مجموعه ده چې پر بنسټ یې قاموس لیکل کېږي. قاموس د یوې یا څو ژبو د وییونو، تلفظ لو ماناوو هغې ټولګې ته وايي چې له اصولو سره سم الفبایي سستم یا د موضوعاتو پر کټه‌ګوریو وېشل شوې وي. د قاموس لیکنې په اصولو کې د قاموس جوړښت، ډولونه، ځانګړنې، د وییونو د راغونډولو اصول، ترتیب او د قاموس لیکونکي ځانګړنې توضیح کېږي.

مهم ویونه: قاموس، ویی، ژبپوهنه، کره کتنه.

سریزه

قاموس لیکنه یوه سیستماتیکه او علمي پروسه ده چې په هغې کې د یوې یا څو ژبو وییونه(کلیمې) را ټولیږي، تعریفېږي او په منظم ډول ترتیبېږي. دا علم د ژبپوهانو لخوا د هغو لغتونو په اړه دقیق معلومات وړاندې کوي چې په ورځني ژوند، ادبي او علمي متنونو کې کارول کیږي.

 د قاموس لیکنې پروسه څو مرحلې لري:

۱. وییونه راغونډول: له مختلفو منابعو لکه کتابونو، مقالو، ورځپاڼو او ورځنیو محاورو د کلیمو راټولول.

۲. تعریفول: د هر وییي دقیق تعریف او توضیحات ورکول.

۳. تلفظ او ګرامر: د لغت تلفظ، ګرامري کټه‌ګورۍ او د کارونې بېلګې وړاندې کول.

۴. تاریخي پرمختګ: د لغت د تاریخي شالید او تحول وضاحت کول.

قاموس لیکنه دوې معناوې لري: لومړی؛ د وییونو راغونډول، الفبایي ترتیب ورکول، په یوه قالب کې ډلبندي او برابرول دي او بله معنا یې دغو اصولو ته لارښود لیکل دي.(۱: ۹مخ)

زموږ موخه دلته د قاموس لیکنې د دویمې مانا په رڼا کې پښتو-هندي-انګلېسي قاموس ته لنډه کتنه ده.

قاموس

قاموس ته عملي قاموس لیکنه هم وايي. قاموس د یوې ژبې د معلوماتو غورچاڼ دی چې د معنا، تلفظ، ایتمولوژۍ، تصرفي بڼو، اشتقاقونو، ویناتوکونو او نورو په اړه معلومات ورکوي، معلومات یا په همغه ژبه وي یا په بله ژبه وي. قاموسونه ډېر ډولونه لري، لکه د ساینس، اقتصاد، نقل قولو، هممعانیزونو او داسې نورو. (۱: ۱۰مخ)

پښتو-هندي-انګلېسي قاموس

پښتو-هندي-انګلېسي قاموس د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د هندي څانګې استاد پوهنیار ذبیح الله فکري لیکلی او یار خپرندویه ټولنې په ۱۳۹۵ ل.ل کال خپور کړی. د کتاب کمپوز خپله لیکوال او ډیزاین یې رحمان الله بهیر کړی. په دغه قاموس کې شاوخوا شپږنیم زره پښتو ۶۵۰۰ وییونه په ۴۱۳ مخونو کې د الفبا په ترتیب را ټول شوي، د ټولو وییونو هندي او انګلېسي ژباړه او تر څنګ یې په هندي لیکدود تلفظ لیکل شوی. د چاپ د اندازې له پلوه معیاري او د فزیکي جوړښت له مخې چاپي قاموس دی.

د منځپانګې له پلوه قاموسونه په دوه ډوله دي؛ عام او خاص. پښتو-هندي-انګلېسي قاموس د عامو قاموسونو په ډله کې راځي، ځکه د ژبې عام او هر ډول وییونه پکې راغلي دي او هر څوک ګټه ترې اخیستی شي. د مانا له اړخه هم قاموسونه دوه ډوله دي: دود او پراخ. په دود قاموسونو کې یوازې د وییونو ماناوې یا هممانیزونه راغلي وي، خو په پراخو قاموسونو کې د سروییونو د مانا تر څنګ هغه اړوند کلمات او شیان هم راځي چې له دغه ویي سره تړلي وي. یا ویلای شو چې په په پراخو قاموسونو کې یو سرویی تشریح کېږي او د کارونې ځایونه یې مشخصېږي. پښتو-هندي-انګلېسي قاموس د دود قاموسونو په ډله کې راځي، ځکه یوازې سروییونه پکې مانا شوي.

قاموسونه د ژبې له پلوه په درې ډوله دي: یو ژبیز، دوه ژبیز او څو ژبیز. یو ژبیز هغه دي چې سروییونه یې په کومه ژبه لیکل شوي وي مانا او تشریح یې هم په هماغه ژبه شوې وي، دوه ژبیز هغه دي چې سروییونه یې په يوه ژبه او مانا یې په دویمه ژبه وي، څو ژبیز هغه دي چې د اصلي ژبې کلمات په څو ژبو ژباړل شوي وي. نو پر دې اساس پښتو-هندي-انګلېسي قاموس د څو ژبیزو قاموسونو په ډله کې راځي، ځکه د کلماتو اصلي ژبه یې پښتو او ژباړه یې په هندي او انګلېسي شوې. قاموسونه عموما د الفبا په سستم لیکل کېږي، یوه خبره چې په څو ژبیزو قاموسونو کې د پام وړ وي هغه دا چې د دغو قاموسونه په لیکنه کې د الفبا تر سستم د موضوعاتو پر بنسټ د ګټه‌ګورۍ سستم موثر دی او ډېری څو ژبیز قاموسونه په دغه سستم لیکل کېږي، خو پښتو-هندي-انګلېسي قاموس په الفبایي سستم لیکل شوی. تر الفبایي سستم د کټه‌ګورۍ سستم ځکه غوره دی چې د بلې ژبې وییونکو ته د موخنې ژبې زده‌کړه اسانوي.

د قاموس لیکنې پر وخت یوه اړینه خبره دا وي چې لیکوال دا څرګنده کړي چې دغه قاموس د چا لپاره لیکل کېږي او مخاطبین یې څوک دي. په دې کې د مخاطب ځای، عمر او زده‌کړو ته پام کېږي بیا د هغوی د اړتیا پر اساس وییونه را غونډ او تشریح کېږي. د پښتو-هندي-انګلېسي قاموس لیکوال د دغه قاموس د لیکنې انګېزه په پښتو کې د د هندي قاموس نه شتون او د هغو محصلینو لپاره اسانتیا ښیي چې غواړي هندي زده کړي، مګر په دغه قاموس کې ډېری هغه وییونه راوړل شوي چې د ټولنې د عامو وګړو له لوري کارېږي، د محصلینو او یوې ژبې د زده‌کړیالو د اړتیا پر اساس ډېر کم وییونه پکې را غونډ شوي.

پښتو-هندي-انګلېسي قاموس په ټوله کې د قاموس لیکنې د اصولو په رڼا کې نه دی لیکل شوی، یوازې د ځینو ورځنیو کارېدونکو عمومي لغتونو مجموعه ده چې هندي او انګلېسي ته ژباړل شوي.

د قاموس لیکنې یو اصل دا دی چې کله قاموس لیکل کېږي باید په لومړیو کې یې د کارونې او تلفظ لارښود ولیکل شي. د کارونې او تلفظ لارښود نه لرل د دې قاموس تر ټولو لویه نیمګړتیا ده چې کاروونکي یې په کارولو کې له ستونزو سره مخېږي. سمه ده چې پښتو کلمات په هندي لیکدود او هندي په عربي لیکدود هم لیکل شوي، خو د هرې ژبې وییونه خپل تلفظ لري چې د بلې ژبې په لیکدود سیي نه شي ادا کېدای. لکه پښتو هوموګراف وییونه (هغه وییونه چې لیک‌بڼه یې یو ډول خو تلفظ او مانا یې بېله وي). د دغسې وییونو د سیي تلفظ لپاره اړینه ده چې په فونیمیکه الفبا ولیکل شي.

لنډ ګرامر نه لرل د دې قاموس بله نیمګړتیا ده چې کاروونکي يې په کارونه کې له ستونزو سره مخېږي. که څه هم د سرویینو ګرامري ګټه‌ګورۍ تر یو حده بېلې شوې، خو دا نه دي ښوول شوي چې دغه مخففات د څه لپاره کارېږي. لکه تر سروییونو وروسته د ص، ض، ج، مت، نب او نورو تورو لیکل. پکار وه چې تر وییونو مخکې لنډ ګرامر ورته لیکل شوی وای یا حد اقل تر سروییونو وروسته د لیکل شویو حروفو مقصد او مانا لیکل شوې وای.

نوموړی قاموس په درې واړو ژبو کې پریمانه املایي تېروتنې لري، که بیا چاپېږي باید پام ورته وشي. لکه د ولس پر ځای اولس، د ولسوالۍ پر ځای اولسوالۍ، د بویناک پر ځای بونیاک لیکل، د people  پر ځای pepole  لیکل. (۲: ۲۹، ۵۵ مخونه)

په یاد قاموس کې د پښتو پر ځای ډېری د نورو ژبو وییونه لیکل شوي او مشخص شوي هم نه دي چې د کومې ژبې دي. یعنې د دخیلو او اصلي لغتونو توپیر نه دی شوی، لکه با سواد، بخشش، براورد، بشرشناسي او برسات وییونه.(۲: ۴۱، ۴۷ مخونه)  سمه ده چې په پښتو کې د نورو ژبو لغتونه ډېر عام شوي خو د قاموس لیکنې غوښتنه دا ده چې د دخیلو لغتونو سره په قوس کې د اصلي ژبې نوم یا مخفف ولیکل شي. لکه له بخشش سره (فارسي یا یوازې ف) لیکل.

د کلمو غلطه ژباړه د دې قاموس بله نیمګړتیا ده. لکه بې آب ته شرمیلا/شرمناک لیکل او په انګلېسي کې Shameless لیکل حال دا چې بې آب په عامه ژبه کې د بې عزته په مانا کارېږي.(۲: ۵۶مخ)

په پښتو او هندي کې د نورو ژبو ګډې مروجې کلمې لیکل بل هغه څه دي چې اړتیا یې نه وه، پر ځای یې باید نورې پښتو کلمې لیکل شوې وای. لکه ایجنټ، بایکاټ او آرټيسټ. (۲: ۳۰، ۳۳، ۴۰ مخونه) همدارنګه ډېری وییونه دوه یا درې ځایه تکرار معنا شوي، لکه اوصاف، صفتونه، ښېګڼې، چې اړتیا یې نه وه.

د یو ښه قاموس لیکونکي یوه ځانګړنه دا ده چې په هره ژبه قاموس لیکي د هماغې ژبې له ژبپوهنې سره به پوره بلد وي. په پښتو-هندي- انګلېسي قاموس کې زیاتره داسې تېروتنې شوې چې د لیکوال په ژبپوهنیزه پوهه پوښتنې را ولاړوي. لکه په ډېریو ځایونو کې ګرامري کټه‌ګورۍ غلطې ښوول، مثلا د جمع نوم ته مفرد لیکل، فعل ته مصدر لیکل او د سروییونو جمع د سرویي پر ځای راوړل.

پای متن نه لرل، د بې قاعدې فعلونه نه معلومول، اخذونه او وړاندیزونه نه لرل هغه څه دي چې دغه قاموس یې نېمګړی کړی.

پښتو-هندي-انګلېسي قاموس په ټوله کې د پښتو او هندي ژبو په برخه کې ښه هڅه ده او تر یو ځایه د هغو هندي محصلینو کار اسانوي چې غواړي پښتو زده کړي. د هغو پښتنو لپاره هم ښه دی چې غواړي هندي زده کړي، خو ډېر موثر نه دی.

زما هیله او وړاندیز به دا وي چې که دغه قاموس بیا چاپېږي پورتنیو خبرو ته دې په پام چاپ شي.

ماخذونه:

  1. نورزی، عزت الله (؟)، د قاموس لیکنې لارښود، د ماسټرۍ تېزس، ناچاپ، کابل پوهنتون.
  2. فکري، پوهنیار ذبیح الله (۱۳۹۵ل)، پښتو-هندي-انګلېسي قاموس، لومړی چاپ، یار خپرندویه ټولنه: جلال اباد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.