!پښتون وژغورۍ

عبدالواحد تابع

84
پښتون وژغورۍ!
دا چې نه یې منو زمونږ ناداني  او ناپوهي ده.
دا چې نه یې منو زمونږ دروند خوب او ساده ګي ده.
وای شل کاله اشغال وو، سمه ده اشغال وو خو د چا له لاسه او ولې؟
وای پښتون بمبارېده او زندانونه پرې ډک وو، بلکل وو،خو د چا له لاسه او ولې؟
وای د پښتون حق خوړل کېده او ځورېده، بلکل -خو ولې او د چا له لاسه؟
همدې ته ورته بلا نورې پوښتنې خو ولې او د چا له لاسه؟
له سلګونو کلونو را په دېخوا د واک تکیه له پښتون سره ده خو پښتون پکې بې سواده، وروسته پاتې، خوار، د افراطیت په جال کې ګیر، د دښمنیو څښتن، بې ارزښته، له سیالې وتلی او داسې نور، دا ولې او چا له لاسه؟
مونږ د عربو د خوښیو لپاره ایران د ځان دښمن کړ او په همدې ډول د ایران د خوښیو لپاره مو خپل خلک د یو او بل دښمنان ګرځولي.
د پاکستان د خوښیو لپاره مو ټول وطن په کرکو کې را ګیر کړی.
د روسانو او غربیانو د ملګرتیاوو لپاره مو خپل دین، باور او رواج پردی کړ.
مونږ د پردیو د خوشحاله ساتلو لپاره له سر او مال څخه ورته تیر یو.
مونږ سره نه وطنۍ مینه شتون لري او نه هم د دین په ارزښت پوهېږو. مونږ ته  د سیاست الفبا لا  بې ګانه ده.
مونږ د نورو د خوښیو لپاره هر ډول لوبې ته چمتو یو.
مونږ هغه ویده ولس یو چې خپلې پښې په خپل تبرګي وهو.
مونږ د ځان دښمنان یو.
مونږ لا سیالي نه پېژنو.
په یاد فکر سره مونږ نشو کولی د انساني کاروان برخه وګرځو.
مونږ ویښېدا ته اړتیا لرو خو هغه به څوک او څه وخت وي چې مونږ را ویښ کړي تر څو د انسانانو په ټولي کې ورګډ شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.