نوماندان دې قانون او د ولس ارادې ته درناوی ولري

0 581

محمدبشیر یوسفزوی-

د ولسمشرۍ دا ځلي یا سږني نوماندان یې سخته توده خوري، ټاکنو ته لا میاشتې پاتې دي، مګر دوی سر له اوسه ناغېړی شروع کړی دی او وایي ولسمشر غني دې له واکه لیرې او پرځای دې موقت یا سرپرست حکومت رامنځته شي. د دوی دا وړاندیز نه یوازې د قانون له صریح حکم سره په تضاد کې دی، بلکې ولس ته هم په هیڅ شرط د منلو وړ نه دی.

ولس وایي موږ د موقتو او سرپرستو حکومتونو بې خوندۍ لیدلي دي او له همغه مهاله را پیل شوي ناورینونه لا هم نه دي کرار شوي. تازه په تازه مو ولیدل چې د ولسي جرګې موقت رئیس په خپلې یوې غیر اصولي او غیر قانوني پرېکړې سره چې تېره اونۍ یې وکړه، ولسي جرګه دومره بحراني کړه او مسایل یې دومره قومي او سمتي کړل چې لا هم ولسي جرګه بېرته خپل عادي حالت ته نه ده راګرځېدلې، نو کله چې موقت رئیس دغومره خرابی کولی شي، نو موقت یا سرپرست حکومت چې د ټول هیواد واګې یې په لاس کې وي، نو خدای مکړه وطن به په دا بل مخ را واړوي.

بله خبره داده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم څه موده وړاندې د موقت حکومت خبره کړې وه، نو د افغانانو استدلال دادی چې که موقت حکومت د افغانستان په ګټه وای، نو پاکستان به زموږ لپاره غوښتی وای؟

د دې ترڅنګ عمومي استدلال دادی او دا برحقه استدلال هم دی کله چې موږ اساسي قانون لرو، امنیتي او دفاعي ځواکونه لرو، نظام او حکومت لرو، قوانین لرو، وزارتونه او ادارې مو نه یوازې فعالې وي، بلکې خپل کارونه په نورمال ډول ترسه کوي، له نړۍ سره مو دوستانه روابط ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې وي، نو بیا د موقت او سرپرست حکومت جوړېدو ته څه اړتیا ده؟

له دې څخه سړی بالاخره دې نتیجې ته رسېږي چې د ولسمشرۍ یو شمېر هغه نوماندان چې د حنیف اتمر په مشرۍ د موقت او سرپرست حکومت چیغې وهي، دوی نه پرون د دې وطن لپاره ښه نیت او اراده لرله او نه یې هم نن لري، دوی پرون هم د پردیو په خدمت کې وو او هغوی ته په جاسوسۍ یې وطن او ولس بدمرغه کړل او نن دادی بیا غواړي چې دغه اوسنی وضعیت او نظام هم له افغانانو څخه واخلي، مګر دوی به دا ځل ځکه خپل دغه شوم پلان او ناولو موخو ته ونه رسېږي چې اوس ولس تر بل هر وخت زیات ویښ، هوښیار او بیدار دی.

نوماندان که رښتیا هم پر ځان باور لري او د واک شوقیان وي، نو لطفاً دې د قانون حکم او د ولس ارادې ته درناوی وکړي. پر ټاکنو کې باور لري او که چېرې ولس په ولسمشریزو ټاکنو کې د دوی ملاتړ وکړ، نو واک به ترلاسه کړي او که ولس ورڅخه مخ واړاوه او د دوی پرځای یې بل مناسب کس انتخاب کړ، نو دوی یې باید ومني او که یې ومني، نو نه یوازې چې هیڅ به ترلاسه نه کړي، بلکې ډېر څه به دوی له لاسه ورکړي او ولس به یې لا منزوي کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply