پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ قصد په کابل کې اخلي

0 618

لیکنه: خوشحال آصفي

 

کله هم چې څوک د آی ايس آی نوم اخيستل کيږي نو د هر افغان ذهن ته د پاکستان د هغه پليتې استخباراتي ادارې انځور راځي چې له کلونو راهيسې د افغانسان د ورانولو او د بربادۍ لپاره کار کوي. د پاکستان دغې پليتې ادارې او پوځ د افغانستان د بربادۍ لپاره په هيڅ ډول حربې سرفه نه ده کړې او په هر وحشت چې يې لاس بر شوی دی؛ ترسره کړی يې دی. دغې استخباراتي ادارې د افغانانو د بدبخته کولو لپاره هر لار په کار اچولې او تل يې دلته د خپلو لاسپوڅو پر مټ پر افغانانو آفت راوستی دی.

د پاکستان استخباراتو او پوځ په افغانستان کې د نظامي لاسوهنې تر څنګ مذهبي، قومي، سمتي او ژبني تعصب اور ته لمن وهلې او يو قوم يې د بل او قوم او د يوې ژبې ويونکي يې د بلې ژبې ويونکو سره په تفاقۍ ککړ کړي دي. دغې ادارې په ټولنيزه ميډيا کې په لکونو جعلي اکاونټونه جوړ کړي څو د افغانانو تر منځ قومي، سمتي او مذهبي بې تفاقۍ ته لمن ووهي. د ټولنيزې ميډيا تر څنګ يې دلته دننه په هېواد کې پراخ ځري او لاسپوڅي په بيه اخيستي چې وخت ناوخت د ملي مسايلو اړوند حساسيت پارونکې څرګندونې کوي.

پاکستان دلته د هېواد په دننه کې د مامور، مشاور ، کارپوه ، استاد ، اپوزیسیون ُ د خلکو استازی او لیکوال په نوم اشخاص په بيه اخيستي او د آی ايس آی په اشاره د پاکستان د ګټو د تامين لپاره کار کوي او مستقيماً د افغانستان ملي هويت، ملې ګټې او ملي مسايل پرې ګواښي. پاکستان دلته په پوهنتونونو کې د استادانو په نوم خلک په ټيکه اخيستي دي څو د پوهنتون د ښوونکي په نوم په خلکو کې ځای پيدا او نور د پاکستان ګټې تامين کړي. پاکستان دلته په ټولنه کې د سياسي شنونکي، پوځي کارپوه، نظامي کارکوونکي، مدني فعال، حقوقي کارپوه او په بيلابيلو نومونو خلک ګمارلي دي او وخت ناوخت پرې د افغانانو ملي ګټي ګواښي.

ښه بېلګه يې په ولسي جرګه کې هغه استازي يادولی شو چې تل يې له افغانيته انکار کړی دی او د پاکستان په ګټه يې د ډيورنډ کرښې د منلو غږ پورته کړی دی. بله بېلګه يې په رسنيو کې هغه فعال جاسوسان يادولی شو چې د ټلويزيونونو په بحثونو کې د نظامي کارپوه او سیاسي کارپوه په نوم ګډون کوي او تل يې د افغانانو ملي ګټې ګواښلي دي او هغه حساسيت پارونکو مسايلو ته يې لمن وهلې چې په اړوند يې پريکړه کول آن د دولتونو له صلاحيته وتلې خبره ده او يواځې ملتونه کولی شي چې په اړه يې پرېکړه وکړي.

اوس چې پاکستان کې د پښتو خود جوشه غورځنګ په لار اچول شوی دی او دلته په افغانستان کې يې هم په بې ساري ډول د ملاتړ غږونه پورته شول او لا هم دا لړۍ روانه ده، نو له پاکستانۍ ادارې په ځانګړې توګه له استخباراتو او پوځ څخه يې لاره ورکه ده چې څه وکړي څو د دغو پښتنو مخ ډپ کړي. بېلابېلې هڅې يې وکړې څو د دغه غورځنګ مخنيوی وکړي خو بريالي نشول. بلاخره يې په افغانستان کې خپل موجود پلورل شوي جاسوسان په شا وډبول څو دلته د ملي مسايلو اړوند حساسيت پارونکې څرګندونې وکړي او د خلکو ذهنونه بل لور ته واړوي.

خلک له دغو بې شرمه او پلورل شويو پليتو څېرو نه پوښتنه کوي چې تاسې په کوم جرأت ځان ته دومره صلاحيت ورکړی دی چې د هغه ملي مسايلو اړوند خپلې مردارې خولې پرانيزۍ چې حتی دولتونه يې په اړه د پرېکړې حق نه لري او يواځې ملتونه يې سرنوشت ټاکلی شي؟ تاسې جاسوسان د کوم باغ مولۍ ياستئ چې د افغانستان د ملي مسايلو اړوند د پریکړې کولو حق مو ځان ته ورکړی دی؟

خبره معلومه ده چې پاکستان په کوزه پختونخواه کې د پښتون ژغورنې خودجوشه غورځنګ د مخنيوي او کمزوري کولو لپاره په افغانستان کې له خپلو جاسوسانو ګټه اخلي او غواړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غچ دلته په کابل کې واخلي. پاکستان اوس غواړي چې په پوره زور سره دلته په افغانستان کې د خپلو ګوډاکیانو پر مټ د برو پښتو افغانانو فکر له لرو پښتنو واړوي او په دې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته صدمه ورسوي. خو هم دې پاکستان او هم دې دلته د هغوی ميشت جاسوسان خبر وي چې دا ولس نور يو شوی دی، نور د پاکستان د بربادۍ وخت راغلی دی او نور نو د آی ايس آی د هر ډول شومې کړنې په مقابل کې پوه شوي دي او نه پريږدي چې خپلو مردارو اهدافو ته ورسيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply