له اوربند څخه د طالبانو وېره

0 445

اېمل پیاوړی

تېر کال نېکمرغه کوچنی اختر د ولسمشر غني له لوري د اعلان شوي او د وسله والو طالبانو له لوري د منل شوي اوربند له برکته له خوښیو ډک اختر ځکه و، چې هیوادوالو مو په کې د بې موجبه وژنو او قتلونو خبرونه وانه ورېدل او هر څوک هر چېرې چې یې زړه غوښتل له کومې وېرې پرته په ډاډ تللی شو. حتی وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره ښارونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو سیمو ته ورغلل او یو بل سره یې خواله وکړل.

سږکال هم د ټولو افغانانو هیله دا وه چې یو ځل بیا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو او شپو کې اوربند وشي او دغه اوربند بیا په دایمي اوربند بدل شي. حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني بار بار د اوربند غوښتنه وکړه او د حکومت له لوري یې خپل چمتووالی وښوده. د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو او په مسکو کې د افغان سیاسیونو او وسله والو طالبانو د استازو غونډې هم د اوربند غوښتنه وکړه، مګر وسله والو طالبانو د اوربند په اړه دا ټولې غوښتنې رد کړې، ځکه د تېر کال اوربند ته په کتو وسله وال طالبان له اوربند څخه سخته وېره لري.

له اوربند څخه د وسله والو طالبانو وېره په دې ده چې د دوی جنګیالي ښارونو ته ځي، هلته په تلوحقایق درک کوي او د مشرانو او د دوی د بهرنیو ملاتړو له لوري چې د افغان دولت او افغانانو په اړه کوم ناسم فکر ورکړل شوی او غلط تبلیغات ورته شوي دي هغه درک کوي او بیا یې جنګي روحیه نه یوازې کمزورې کېږي ، بلکې د جنګ له لیکو څخه عادي ژوند ته ور ستنېږي، ځکه تېر کال چې کوم طالب جنګیالي خپلو کلیو، کورونو، سیمو او ښارونو ته لاړل، نو د حقایقو له درک کولو وروسته دوی بېرته نه یوازې خپلو لیکو ته ور ستانه نشول، بلکې دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او دوی پوه شول چې په ناحقه جنګېدلي دي.

په دې وروستیو کې دا اوازې وې چې وسله وال طالبان به د اختر په ورځو او شپو کې جنګ او عملیات او بریدونه ونه کړي، یانې په یو ډول غیر رسمي اوربند به وکړي او همداسې یې وکړل، ځکه چې له رسمي اوربند څخه یې وېره وه او جنګ یې ځکه ونه کړ چې دوی پوهېدل چې ورځ تر بلې په ټولنه کې د خلکو کرکه د دوی پر وړاندې را پارېږي، ځکه نو غلي پاتې شول.

دا ټول د ولسمشر غني د فکر او هڅو برکت دی، ځکه چې نوموړي د وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو د کمزوري کولو او ځپلو لپاره په اساسي لارو فکر وکړ او تر ډېره د دوی د منابعو د وچولو او له دوی څخه د جنګ د مشروعیت په اخیستلو تمرکز وشو او له دې کار سره وسله وال طالبان او د دوی کړنې وننګول شوې او دا حقیقت ټولو افغانانو درک کړی چې وسله وال طالبان په غلطه دي، دوی په حقیقت کې له خپل ولس، هیواد او نظام سره په یوه نامشروع او پردۍ جګړه کې ښکېل دي او باید دغې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply