پاکستان د ځان بدلولو اراده لري

0 590

اېمل پیاوړی _

په دې وروستیو کې د پاکستان وضعیت نهایت کړکېچن شوی دی، ځکه له یوې خوا له داخلي ناورینونو او کړکېچونو سره مخ دی. پاکستان کې مېشت پښتانه او بلوڅ نه یوازې ناراضه دي، بلکې له تېرو څو کالو راهیسې یې عملاً د پنجاب او د پاکستان د پوځ د بې عدالتیو او ظلمونو پر وړاندې په اعتراضي ډول سرکونو ته راوتلي دي.

له بل پلو پاکستان له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی، ځکه له کومې ورځې چې ولسمشر غني د پاکستان د اصلي څېرې د بربنډولو په موخه په نړیواله کچه مستندې او مستدللې هڅې پیل کړي او د دغو هڅو له امله ورځ تر بلې پاکستان څنډې ته کېدونکی او تر زیات فشار لاندې دی. د دغو فشارونو تر ټولو زیات اغېز د پاکستان پر ولس او عامو خلکو دی، ځکه هغوی هره ورځ د دغو فشارونو بیه پرې کوي.

بل لورته پاکستان د انرژۍ له قلت سره مخ دی او له دې امله یې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېدونکي دي. له همدې امله د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت په فوق العاده توګه را کم شوی دی. لنډه دا چې پاکستان دا مهال له هر پلوه تر اغېز او فشار لاندې دی او که پاکستاني مقامات پر وخت د دغو فشارونو د دفعه کولو چاره ونه کړي، نو باور دی چې پاکستان به یو بل بحران ته ننوځي. داسې بحران چې بیا به یې نه مهارول د دوی په وس پوره وي او نه به یې هم اغېزې یوازې تر پاکستان پورې محدودې پاتې شي او باور دی چې ټوله سیمه او ګاونډ به ورڅخه متاثره شي.

مګر په دې وروستیو کې داسې څرکونه لیدل شوي چې پاکستان د خپل ځان د بدلولو اراده لري او غواړي چې د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاره او دریځ اختیار کړي، ځکه د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په ټلیفوني تماس کې نوموړي ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې او هغوی دا هم ورته ویلي دي چې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او اتصال په برخه کې د ولسمشر غني د فکر او لیدلوري هرکلی کوي او غواړي چې په دې اړه مفصلې خبرې ورسره وکړي.

پاکستان سره له دې چې نه په سیمه کې او نه هم په نړۍ کې ښه نوم او محبوبیت لري، مګر بیا یې هم د اصلاح او بدلون چاره پکار ده او دا ډېره مهمه او ګټوره ده چې په خپله پاکستان د دغه بدلون اړتیا حس کړې او عملي هڅې یې پیل کړې دي. که پاکستاني مقامات په رښتیا هم خپل دریځ او پالیسي بدل او اصلاح کړي، نو باور دی چې هم به د سیمې امنیت او ثبات سره لویه همکاري وشي او هم به پاکستان خپلې اوسمهالې ستونزې د سیمې د هیوادونو په همکارۍ په اسانه حل کړای شي، په ځانګړي ډول د انرژۍ د قلت او اقتصادي ستونزې.

هیله ده چې پاکستان دا ځل د ځان بدلولو په برخه کې په صداقت ګام پورته کړي او د تېر په څېر د نورو د تېراېستلو او د وخت د ضایع کولو هڅه ونه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply