حکومت سوله  او ټاکنې دواړه غواړي

0 429

مطیع الله سحر/

سره له دې چې ځینو افرادو او اشخاصو د ټاکنو د مخنیوي په خاطر سوله او ټاکنې په ټکر کې وبللې او استدلال یې دا وو چې سولې ته دې لومړیتوب ورکړل شي، مګر حقیقت دادی چې دغه خلک نه سولې ته ژمن دي، نه ټاکنو ته ژمن دي او نه هم وطن ته ژمن دی، دوی یوازې او یوازې پردۍ او بهرنۍ اجنډاوې تعقیبوي او د تطبیقولو هڅه یې کوي.

حکومت له همغه لومړي سره هم سولې او هم ټاکنو ته ژمن و او ژمن دی.  ولسمشریزو انتخاباتو ته لږه موده پاتې ده. حکومت هم ورته پوره چمتوالی نيولی، تر څو هیواد وال په ډاډه زړه او په ارامه فضا کې خپله رایه وکاروي. او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي. دا ځل به انتخابات له نورو انتخاباتو ډېر توپير ولري. ځکه چې ښاغلي غني خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا دنده  سپارلې چې د ټاکنو د ښه امنیت د تامین ترڅنګ باید خپله بې طرفي هم حفظ کړي.

ځېنې مخالفين بیا وايي چې ښاغلی غني غواړي هیواد ته سوله راولي او ټاکنې تر سره نشي او یو ځل بیا دی پنځه کلنه دوره پاچاهي وکړي. خو دا خبرې هغه څوک کوي چې له هغه سره د هیواد او ملت غم نه وي. ځکه چې د هغه دا خبرې واقعیت نه لري. ښاغلی غني د ولس په ملاتړ یو ځل بیا غواړي چې د هیواد ولسمشر شي نه په زور.

ښاغلي محمد اشرف غني له سولې هم ټاکنو ته لومړي توب ورکوي هغه وايي ځکه چې ولس په خپله خوښه خپل نوماند ټاکې او خدمت ترې غواړي. او دا چې زه په خپل زړه یو ځل بیا پرته له ټاکنو کېنم دا خو مې وجدان نه مني او نه مې هم ضمير د دې اجازه راکوي. چې د ولس حق وخورم.

سوله او ټاکنې دواړه د ولس غوښتنې دي او دواړه به تر سره کېږي. ټاکنې به هم تر سره شي او انشاءالله چې سوله به هم هیواد ته راشي. خو دا چې په ټاکنو کې څوک بریالي کېږي باید بیا تر بل هر څه سولې ته لومړي توب ورکړي. خو په اوسنیو نوماندانو کې داسې څوک نه ليدل کېږي چې هغه به هیواد ته خدمت وکړي.

ځکه خو ولس هم یو ځل بیا غواړي چې ښاغلی غني انتخاب کړي. او ولس ته تر ډېره نور کارونه تر سره کړي او  ځکه پر ښاغلي غني باور کوي  چې په هیواد کې د ولس په غوښتنه ټاکنې هم تر سره کوي او هیواد ته تل پاتې او باعزته سوله راوستل  هم غواړي.

په افغانستان کې مرستندوی ماموریت یا یوناما هم ویلي چې سوله او ټاکنې یو بل اغېزمن کولی نه شي. ځکه چې هر یو ځانته ځای لري او هر یو ته باید لومړي توب ورکړل شي. او دا که سولې ته لومړي توب ورکړي ټاکنې په خطر کې کېږي او که چېرته ټاکنو ته لومړي توب ورکړي نو سوله به هم راشي خو په دې شرط چې وطن پرست شخصیت ریاست جمهوري ته کامیابه شي. یوناما هم په دې  دواړو برخو کې سوله او ټاکنو کې خپلې بشپړې همکارۍ ته چمتو دي

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply