پاکستان د سرخوږي بل نوم / خوشحال آصفي  

0 755

پاکستان هغه هېواد دی، چې افغانستان یې له ولس سره کلتوري، مذهبي، اقتصادي او نورې ګډې اړيکې لري. دغه هېواد له جوړېدو بيا تر اوسه د افغانستان په جګړه کې ستره ونډه درلودلې ده. د پاکستان جوړېدو بیا تر دې دمه یې له هر لوري هڅه کړې، چې په يو نه يو ډول افغانستان ته سرخوږی جوړ کړي.
کله يې په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه کړې، کله يې د مذهبي ايډيالوژۍ له لارې د جګړې ډګر ګرم ساتلی، کله يې له سرحدي سرو کرښو تجاوز کړی او کله يې بیا له افغان دولت سره پټه دوه مخې ډيپلوماسي پر مخ وړې ده.
له کلونو راهيسې د پاکستان د شف شف موخه د ډيورنډ کرښې ته رسميت ورکول دي، چې په يو نه يو ډول دغې کرښې ته رسميت ورکړي او افغان دولت ته په نړيواله کچه د دغې کرښې د رسميت اسناد پيدا کړي.
په ډيورنډ کرښه د اغزن سيم له غزولو نيولې بيا په سرحدي سيمو (د ننګرهار په ګوشته کې دروازه، د پکتيکا په انګور اډه کې دروازه، د کندهار په سپن بولدک کې د افغانستان خاورې ته راننوتل) په دغو سيمو کې د افغانستان په خاوره تأسيسات جوړول، پر ډيورنډ کرښه خندق کيندل ټولو ته یاد دي او د پاکستان دغه ټولې هڅې يوازې  او يوازې د ډيورنډ کرغيړنې کرښې ته د رسميت ورکولو په خاطر دي.

د پاکستاني پوځ مشرانو په وار وار د ډېورنډ پر کرښه د امنیتي پوستو پر ډېرولو ټینګار کړی او دلیل یې هم د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی دی.
پاکستان وروسته له هغه دا اقدام وکړ،چې ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته د یو خپل لومړني سفر په ترڅ کې ومنله، چې د پاکستاني طالبانو په خلاف به په افغانستان کې عمليات کوي، خو پاکستان هېڅکله هم رښتینی ګام پورته نکړ.

دا دی اوس،چې عمران خان امریکا ته روان دی؛ د خپلو ګټو لپاره یې ځیني اقدامات وکړل او وروستی ګام یې دا و،چې حافظ سعید یې ونیوو؛ څو امریکا ته وښيي،چې موږ سرخوږی نه،بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکار یو او مرسته کوو.

پاکستان په وروستيو کې په پرله پسې توګه هڅه کړې له اوسني حکومت او امریکا ته د ښه نیت ښودلو له لارې د ډيورنډ د رسميت اړوند اسناد ترلاسه کړي، خو په مقابل کې يې افغان حکومت تل ګونګه روژه نيولې او چوپتيا یې خپله کړې ده. که څه هم افغان حکومت  تر ډېره کوښښ کړی،چې پاکستان په خپل رنګ کې کوټ کړي،خو که رښتیا ووایو افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې هېڅ ډول اغېزناکه ،پر ملي ګټو ولاړه او دایمي پالیسي نده خپله کړې.
د افغانستان حکومت په پکار ده، چې خپله پالیسي د پاکستان اړوند داسې عیار کړي،چې که د سولې مذاکرات کېږي،که د امتیازاتو بحث رامنځته کېږي او د معاملو خبره کېږي، نو افغان ولس او افغانستان باید قرباني نه،بلکه لاسته راوړنه ولري. د دې ترڅنګ د عامه خلکو په کچه،چې په هغې کې رسنۍ ، محصلین ، د مدني ټولنې غړي او….هم د اعتماد جوړولو په بهیر کې شامل او د باور رښتینې فضا رامنځته شي. که افغان دولت دغه دریځ خپل کړي، نو د آرامۍ،بریا او د افغانانو د ګټو د تأمینېدو یو څه تمه شته؛ که نه نو همدا اوسنى حال به دوام ولري او هره ورځ به نوې اندېښنې ور زیاتېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply