رومانتسيزم / اجمل ښکلى

0 991

په منځنيو پېړيو کې د لاتيني ژبې لوڼو محلي ژبو لکه ايټالوي، فرانسوي، هسپانوي ته روميايي ژبې ويل کېدې. له روم او روما سره يې ښايي په دې دليل تړاو وي، چې له لرغوني روم نه کوچېدلي.

رومانس په منځنيو پېړيو کې هغه کيسو ته وايه شوې، چې له لاتيني نه به پاتې شونو لوڼو محلي ژبو ته ژباړل شوې وې يا به په همدې محلي ژبو وې.(ده بزرګي، ۱۳۸۷، ۴۸۵) په دې کيسو کې به (د شواليه وو) مينې انځورېدې او هېښندونه او خيال انګېزي يې مهمه ځانګړنه وه. د طبيعت انځورونه يې بله ځانګړنه وه.

د رومانتسيزم اصطلاح له همدې رومانس نه راوتې، ځکه چې د منځنيو پېړيو رومانونو پر رومانتستو شاعرانو او ليکوالو ژور اغېز وکړ، بلکې په رومانتستي ادب کې له منځنيو پېړيو سره د هغه مهال د طبيعي او طبعيتي ژوند او سکون سره مينه وينو. په اتلسمه پېړۍ کې د سکنډونيايي هېوادونو ولسي کيسې راټولې شوې، خلکو ولوستې او پر رومانتسيزم يې اغېز وکړ.

د منځنيو پېړيو د رومانونو اغېز و، چې شليګل د رومانتستي مکتب لپاره په لومړي ځل د رومانستيزم اصطلاح وکاروله.

رومانتسيزم د اتلسمې پېړۍ د دويمې او نولسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي مکتب دى، چې د کلاسيزم پر وړاندې راپاڅېدلى. تر اتلسمې پېړۍ پورې په اروپا کې شاعرانو د لرغوني يوناني او لاتيني ادبياتو تقليد کاوه، له دې امله يې ورته کلاسيزم وايه. په کلاسيزم کې شاعر هغه و، چې مخکې له مخکې د لرغوني يوناني او لاتيني ادب د ايښي ماډل دقيق تقليد وکړي. رومانتستانو له دې کلي ماډلونو بغاوت وکړ، چې د دوى د وخت اړتياوو ته يې نور ځواب نشو ويلاى.

موږ ته رومانتسيزم يوازې يو ادبي مکتب ښکاري؛ خو رومانتسيزم په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د عقل د اصالت پر بنسټ د رامنځته شوې روښانتيا پر وړاندې يو پراخ فرهنګي بغاوت دى، چې د فلسفې، هنر او سياست په چوکاټ کې يې وده کړې.

پر رومانتستي فرهنګ هله پوهېداى شو، چې د هغه مهال د فرانسې د مشهور فيلسوف ژان ژاک روسو له فلسفې سره څه نا څه  اشنايي ولرو. ژان ژاک روسو پر رومانتستي فرهنګ ژور اغېز وکړ.

په اروپا کې اتلسمه پېړۍ د انتشار پېړۍ وه. د فرانسې واکمن شپاړسم لويي د انګلستان له ماڼيو سره په سيالۍ کې دا شوق درلود، چې يوه پرتمينه ماڼۍ جوړه کړي، چې په اروپا کې يې څوک سيالي ونه کړي. د دې کار لپاره يې پر عوامو سخت ټيکسونه ولګول. شاه په لپو پيسې راټولې کړې؛ خو عوام د ۱۷۸۸ په ساړه ژمي کې د غلې له نشته مړه کېدل. بزګر بېګا ته ډوډۍ نه درلوده؛ خو شاه ته يې بايد دروند ټيکس ورکړى واى. خلک پاڅون ته اړ وتل. د فرانسې په لوى انقلاب کې د هر پوړ خلک وو، بزګر، لوستي ځوانان چې د روسو انتقادي فلسفه يې لوستي وه او د فردي ازادۍ پر مفهوم پوه ول؛ نو يې شاهي مستبد نظام نور نه غوښته.

تر رنسانس وروسته په فلسفه کې د ديکارت د عقل د اصالت فلسفې خلک د عقل اهميت ته متوجه کړل.

انګرېز فيلسوف هابس د ټولنې او فرد پر اړيکه خبرې وکړې. د نوموړي په اند، انسان فطرتا د څيرونکو حيواناتو غوندې وحشي دى؛ نو که ازاد پرېښودل شي، همداسې به سره وخوري، لکه د ځنګل وحشي حيوانات. دا مدنيت او ټولنه ده، چې انسان يې انسان کړى، د ده د وحشت مخه يې نيولې او د بل انسان پر ارزښت يې پوه کړى او اخلاقي چلن ته يې هڅولې. انسان هله انسان شو، چې مدنيت د حيواناتو له ډلې رابېل کړ. دا ټولنه ده، چې د فرد هيلو ته يې سوله ييزه لار جوړه کړه. مثلا: که جنسي غريزه سړول وغواړي، د چا د زيانمنولو پرځاى واده کوي؛ نو فرد بايد د ټولنې لحاظ وکړي او قربانۍ ورکړي، ځکه چې که ټولنه وي، دى هم شته.

د هابس په اند، انسان چې فطرتا وحشي دى، که ځواکمن وي، د خپلې هيلې لپاره ټولنيز نظام ويجاړوي او که ځواکمن نه وي، توجيه کوي، چې زه خو ځکه دا کار کوم، چې دا ډول اړتيا لرم. د ډاکټر مبارک علي په ويناد اکبر باچا ډېرې مېرمنې وې.د توجيه لپاره يې علماوو د قرآن کريم آيت(فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنى و ثلاث ورباع…) داسې تفسير کړ، چې يو، دوه، درې او څلور يې سره جمع کړې، چې شمېر يې نهه يا اتلس شو.(مبارک على، ۱۹۹۳، ۶۳)

په روښانتيا کې د عقل د اصالت واکمني وه. خلکو مدنيت ته په مثبت نظر کتل او پر خپل مدنيت يې وياړ کاوه؛ خو يوه ورځ يوې مجلې څو پوښتنې خپرې کړې.  د مجلې پوښتنې د مدنيت د ګټو په اړه وې. ځوابوونکو بايد له هيلې سره سم د انسان په هوساينه کې د مدنيت ګټې ورشمېرلې واى.

روسو مدنيت ته له معکوسې زاويې وکتل او د مدنيت د ګټو پر ځاى يې زيانونو ته ورپام شو. هغه وخت عامه ذهنيت دا ډول هيله نه درلوده او د روسو خبرې د اور غوندې په ټوله فرانسه کې خپرې شوې.

هرې نظريې ته که ځير شو، په بنسټ کې يې د فردي تجربې بڅري وينو. روسو خپله اټوبايوګرافي(اعترافونه) ليکلې، چې د يوه رښتيني رومانتست غوندې يې چې څه په زړه دي، هغه يې په خوله دي. روسو ليکي، چې له پلاره تر بېلتون وروسته په کليسا کې اوسېدم او تر ما ډېرې مشرې ښځې ساتلم. دې ښځې ته روسو مور ويله، چې وروسته يې ورسره جنسي اړيکې پيدا کړې. روسو له نورو مشرو ښځو سره هم تړاو درلوده او په خپله اټوبايګرافۍ کې په يوه نيمه پسې سخت ارمان کوي، چې هغه خواږه او مينه يې بيا په ژوند ونه څکله. هغه مهال په اروپا کې دا ډول اړيکې لويې بداخلاقۍ وې. روسو پر دې فکر وکړ، چې ولې يو فرد خپل خواهش د حيوان غوندې نشي ترسرولاى؟ ټولنه ولې پر فرد بندېزونه لګوي؟

روسو د فرد او ټولنې اړيکې ته د هابس پرخلاف د فرد له ليدلوري نه وکتل. د روسو په اند، فرد فطرتا شريف او سپېڅلى د ى. دا خو مدنيت دى، چې له فرد نه وحشي جوړوي. مثلا: په هغو قبايلو کې چې اوس هم په ځنګلونو کې اوسيږي او موږ يې وحشي بولو، يو فرد په اسانه خپل خواهش ترسرولاى شي. مثلا: له کوم بنديز او د چا د وينې له تويولو پرته خپله جنسي غريزه سړوي؛ خو مدنيت انسان ته د شهرت او هوسا ژوند لپاره د پيسو راټولولو خواهش ورکړى؛ نو انسان د يوې هيلې د پوره کولو لپاره د بل انسان وينې ته اړ دى. که غواړي، چې شتمن شي، پکار ده، چې له نورو نه مال راټول کړي. که نور له لوږې مري، د ده پرې څه او دا هر څه ځکه کېږي، چې انسان له فطرت/طبعيته لرې شوى.

د روسو په اند، انسان د طبعيت بچوړى دى. کوم وحشي قومونه چې په طبيعي ځنګلونو کې اوسي، تر ښاري مدني انسان انسانيت ته ډېر نېژدي دي. ښاري مدني انسان چې له طبيعته لرې شوى، ناارامه شوى. طبعيت په رومانتسيزم کې د تصوف د وحدت الوجودي کل بڼه لري، چې انسان يې په ورنېژدې کېدو د هوساينې احساس کوي. د ښار خلک د غرونو او کليو له طبيعي منظرو او ژونده اخلي. انسان د مرغانو، ونو بوټو غوندې طبعيت برخه دى. په اوسني مدنيت کې مهم لاس د ساينس دى. ساينس له يوې خوا انسان له طبيعته لرې کړ، له بلې خو يې طبيعت مسخه کړ.

په رومانتسيزم کې د نيچرليزم پرخلاف طبيعت د انسان له وجود بهر عيني څيز نه دى، چې يوازې ښکلا يې وستايل شي، بلکې انسان د طبيعت او طبيعت د انسان برخه دى او په دې توګه په رومانتسيزم کې د طبعيت او انسان اړيکه عاطفي او احساساتي اړيکه ده. انسان د طبيعت په غېږه کې ارام مومي. د مشهور انګرېز شاعر بليک يو نظم دى، چې يوه نجلۍ پکې له مور و پلار نه ورکه وي. دوى ډېر پسې وګرځي، تر بېدياوو تېر شي، يوه ځاى کې زمرى وويني. زمرى چې د دوى ناکراري وويني، پوه شي. پوښتنه ترې وکړي، چې څنګه راغلي يئ؟ دوى ورته وايي، لور مو ورکه ده. زمرى ډاډ ورکوي، چې اندېښنه مه کوئ، لور مو خوندي ده او بيا يې خپل غار ته بوځي، نجلۍ په درانه خوب ويده وي. دوى حيران شي، چې د يوه وحشي په غار کې زموږ لور څومره ارامه ده.

په رومانتسيزم کې طبيعت وحشي نه، بلکې مثبت دى. په روښانتيا کې بالعموم ښار ته پر کلي او ځنګل اهميت ورکول کېده؛ ځکه چې ځنګل قانون نه درلوده او وحشي حيوانات پکې اوسېدل. رومانستيزم د طبيعت، فرد او ټولنې په اړه د خلکو ذهنيت بدل کړل. د سهراب سپهري د يوه شعر لنډيز دى:

من نمى دانم که چرا ميګويند

اسپ حيوان نجيبى است، کبوتر زيبا است و در قفس هيچکسى کرکس نيست

ګل شبدر چه کم از لاله قرمز دارد؟

چشمها را بايد شست

جور ديګر بايد ديد

زير باران بايد رفت

فکر را، خاطر را زير باران بايد برد

عشق را زير باران بايد جست

د سهراب سپهري په دې سېمبوليک رومانتيک(ځکه چې په سېمبوليزم کې د رومانتسيزم اغېز وينو) شعر کې پر خپل کلچر باندې نيوکه وينو. دا نيوکه ښکاره له حيواناتو سره زموږ چلن ښيي، چې ولې کوتره ښکلې ده او ټپوس بدرنګ دى، اس شريف دى او خر بدنام. د ملاچرګک غوندې ښکلى مارغه څوک نه ساتي او توتي او ښارو په پنجرو کې بندوي. کارغه بدرنګ دى او باز معزم دى. ډاکټر مبارک علي وايي، چې انسان له اهلي حيواناتو سره ډېر خيانت کړى. مثلا: سپى چې کور يې ساتي، پسه چې غوښه يې خوري، خر چې بار ورته راوړي، غوا چې شيدي يې خوري، په منفي ماناوو د وږسولي، بې غيرته او کمعقل انسان لپاره کاروي؛ خو وحشي حيوانات چې زيان ورسوي، په مثبته مانا کاروي. زړور سړي ته زمرى وايي او داسې نور؛ خو په پټه کې پاسنى شعر موږ د حيواناتو او نورو په اړه خپل فکر و تصور تر شا لاملونو ته متوجه کوي، چې لړم او مار ځکه له دومره ښايستونو سره بدرنګ دي، چې انسان ته زيان رسوي. خوګ راته ځکه بدرنګ ښکاري، چې تر شا يې مذهبي تحريم دى؛ نو چې کله دا لاملونه بدل شي، د طبيعت د شيانو په اړه زموږ تصور بدل شي. ضرور نه ده، چې د خوګ غوښه دې وخورو؛ خو په دې خو بايد پوه شو، چې خوګ د خداى يو مخلوق دى او نوره استفاده ترې کېداى شي. څو ورځې مخکې د افغانستان په کومه سيمه کې څو کسو يو وحشي خوګ وژلى و او په وياړ يې پر ټټر ولاړ او توپکې يې پر وليو کړې وې، له دې ناخبره ، چې د وحشي خوګانو نسل په نړۍ کې په ختمېدو دى او دا زموږ شتمني ده.

په ټوله کې مو سهراب سپهري دې ته هڅوي چې يوازې د حيواناتو نه، بلکې د خپل کلچر پر نورو اړخونو هم فکر وکړو، چې شعور مو وده وکړي او پر ډېرو خبرو پوه شو.

رومانتسيزم د اتلسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې خاپوړې پيل کړې او د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې ځوان او زوړ شو. په انګلستان کې د دې مکتب نوميالي شاعران بليک، بايرن، ورډز ورت، کولريج او سويفت وو. ورډز ورت او کولريج پر شاعرۍ سربېره د رومانتسيزم پر تيورۍ هم کار کړى. کولريج د تخيل په اړه اثر لري. په المان کې د دې مکتب شاعران شيلر، ګويته او … دي. ګويته د خپل ادبي ژوند په لومړي پړاو کې “د ورتر دردونه” وليکل چې د المان د طوفان او طغيان چې د رومانتسيزم لومړنۍ بڼه وه، څرګندويي کوي. په فرانسه کې د انګلستان پرخلاف د رومانتسيزم ډېره برخه نثر ته بېله وه. ويکتور هوګو چې شاعري يې کړې او د خپلې ډرامې په سريزه کې د رومانتسيزم پر اصولو غږېدلى، د “بېوزلان” غوندې رومانونه يې ليکلي. همداسې شاتو بريان، الفردوموسه، ژرژساند او لامارتين د فرانسې رومانتست شاعران و ليکوال دي. په روسيه کي پوشکين رومانتست شاعر تېر شوى دى.

رومانتستي ادبياتو لاندې ځانګړنې درلودې:

  • د ټولنې پر ځاى يې فرد ته اهميت ورکاوه. فرد څه وايي او څه غواړي؟ شاعر هم يو فرد ى، چې په خپل شعر کې بايد د خپل فرديت څرګندونه وکړي. په رومانتيکو شعرونو کې موږ د ټولنې پر وړاندې د فرد بغاوت وينو، فرد پر ټولنيز کلچر نيوکه کوي.
  • احساسات: رومانتسيزم د عقل د اصالت پرخلاف راپاڅېدلى و. عقل فرد ټولنيز جوجاړي ته هڅوي، چې د يو څه د ترلاسي لپاره يو څه له لاسه ورکړي. مدني کس په خوله خوږ خو په زړه يې شل عقدې وي؛ خو د يو کليوال چې په زړه څه وايي، په خوله يې هم هغه وي. په رومانتسيزم کې کلي او کليوال ته، چې طبيعت ته نېژدې دي، په ښه سترګه کتل کېږي. کليوال بې وېرې خپل سپېڅلي احساسات څرګندوي. رومانتيست شاعر چې د طبيعت دقيقه انځورګري کوي، بايد د عقل پر ځاى د خپلو فردي احساسات استازي وکړي. د دوى په اند، عقل د مدنيت زېږنده دى، چې انسان اړ باسي چې ټولنيز نورمونه ومني او په دې توګه انسان له خپل فطرت نه لرې کېږي. د دوى ادبيات دومره احساساتي وو، چې فرد له واره بغاوت ته هڅوي. د فرانسې په لوى انقلاب کې موږ دا احساسات وينو. وايي، چې د ګويته “د ورتر دردونه” په ډېرو ځوانانو ځانوژنې وکړې.
  • طبيعت: رومانتستي شاعرانو به له ښاره لرې د ځنګلونو او کليو سفرونه کول او شعرونه يې ويل. په رومانتسيزم کې طبيعت اهميت لري. په رومانتيکو شعرونو کې د طبيعت ستاينه وينو: دنګ دنګ ځنګلونه، طوفاني سيندونه، اوږدې بېدياوې، کليوال ژوند، حيوانات او د طبيعت دا ډول نور انځورونه.
  • خيال: د کولريج په اند، تخيل هغه ځواک دى، چې د حال يوه تجربه د ماضي د پېښو په مټ بيانوي. تخيل زموږ په حافظه کې په پرتو تجربو کې ګوتې وهي او په نوې بڼه يې پېي. وايي، که انسان تخيل نه درلوداى، مړ به واى، ځکه چې کوم کار په عمل کې نشي کولاى، په خيال کې يې ترسروي او په دې ډول ځان تسکينوي. په رومانتيکو شعرونو کې هم دا ځانګړنه شته.
  • ماضي پالنه: د اتلسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې بېوزلي ډېره وه، خلک له ژونده خوښ نه وو. په داسې حال کې چې د خلکو ژوند خراب وي، ګانده هم له نهيلۍ ډکه او توره وي. فرد او قوم بيا په ماضي کې پناه اخلي او د راګرځولو هڅه يې کوي. زموږ ځينې احساساتي ځوانان چې د ماضي د راګرځولو هڅه کوي يا يې په خوند خوند يادوي، لامل يې دا دى، چې حال يې ښه نه دى. که فرد ښه ژوند ولري، بيا د راتلونکې په اړه فکر کوي او په ماضي پسې دومره سر نه ګرځوي. که پر يوه سړي يو غم راشي، په تېر وخت پسې ارمان کوي، چې دا غم پکې نه و او دى ارام و؛ خو کله چې دا غم په ماضي بدل شي او خوښي راشي؛ نو بيا يې هغومره نه وي ياد لکه څومره يې چې په غم کې خوشحاله ماضي ياده وه. انسان د ماضي بد ژر هېروي؛ خو ښه يې تل ياد ساتي.

په رومانتسيزم کې ماضي، منځنۍ پېړۍ د يوه خوږ خوب غوندې دي، چې په ورتګ يې د انسان روح ارام مومي. ماضي په رومانتيکو شعرونو کې په مبالغي بڼه وړاندې کېږي، چې ښکلې او ښه ده. په ورمانتيکو شعرونو کې ماضي ډېره وينو. انګرېز رومانتست شاعر بايرن د لرغوني يونان د فرهنګ ستاينه وکړه او فرانسې، هسپانيې او انګلستان ته يې پېغور ورکړ چې د خپل اوسني پرمختګ تر شا موجود يوناني فرهنګ يې هېر کړى. دا شعر دومره احساساتي وو، چې هسپانيې، فرانسي او انګلستان خپل ځواکونه راټول کړل او يونان يې د ترکانو له لاسه وايست.

  • د شعري قواعدو ماتول: رومانتستي ادبيات د کلاسيزم وړاندې کړي کلي فورمونه او شعري نورمونه مات کړل، ځکه چې کله د احساساتو طوفان راشي؛ نو د قواعدو ونې له بېخه وباسي. خوشال فرمايي:

عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کا

چې د عشق سيلاب پرې راشي، واړه نوړ کا

رومانتسي شاعرانو د شعر پخواني تخنيکونه مات کړل او په نوي طرز شاعري يې وکړه.؂

د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې سوسيالستي رياليزم خلک د رومانتسيزم د ماضي له خواږه خوب و خياله راويښ کړل او د عملي ژوند ناخوالو او بدرنګۍ ته يې متوجه کړل او و يې هڅول چې د خپلې سوکالۍ او طبقاتي ژوند د له منځو وړو لپاره راپاڅېږي.

ماخذونه:

  • ده بزرګي، غلامحسين. ۱۳۸۷. تاريخ ادبيات جهان. چاپ دوم. تهران: انتشارات زوار
  • مبارکي علي.۱۹۹۳. علماء اور سياست. لاهور: فکشن هاؤس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply