پاکستان به په رښتیا هم خپلې پالیسۍ بدلې کړي؟

0 438

 

محمدبشیر یوسفزوی

ولسمشر غني د پاکستان د بار بار غوښتنو او بلنو او بالاخره د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنې او د پرېکړه لیک د وړاندیز په درناوي پاکستان ته سفر وکړ. د ولسمشر غني دا سفر مطلق کاري او اقتصادي سفر وو چې په اسلام اباد کې یې له پاکستاني مقاماتو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي مسایل مطرح کړل او پاکستاني مقاماتو د تېر په څېر سل په سلو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او حتی پاکستانیانو خپله دا ومنله چې د افغانستان پر وړاندې مخکېنۍ پالیسۍ ناسمې وې او د دواړو هیوادونو مناسبات یې خراب کړل، مګر دوی د دغو پالیسیو د بدلولو او د اړیکو د رغاولو په هڅه کې دي.

پاکستان دا ومنله چې د دوی راتلونکی د افغانستان ثبات پورې تړلی دی او دوی به د باثباته او سوله ییز افغانستان لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړي، مګر دا به وخت ثابته کړي چې پاکستاني مقامات خپلې اوسنۍ ژمنې هم د تېرو هغو په څېر په اوبو لاهو کوي او که دا ځل به په رښتیا هم په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي. دا چې د پاکستان اوسنی ملکي حکومت د نظامي حکومت په ملاتړ منځته راغلی، نو دا باور موجود دی چې ممکن پاکستان په رښتیا هم د ځان بدلولو هڅه وکړي او دا به یې د افغانستان په اړه د حسن نیت نه، بلکې خپلو هغو ضرورتونو او مجبریتونو په اساس وي چې دوی غواړي د افغانستان له لارې خپلې د انرژۍ اړتیاو پوره کړي او هم د خپلو صادراتو لپاره منځنۍ اسیا ته لاره ومومي.

د ترکیې دولتي تلویزیون خبریالې له ولسمشر غني څخه پاکستان ته د ده د وروستي سفر او پاکستاني مقاماتو سره د لیدنو په اړه پوښتنه کړې او جمهوررئیس یې په ځواب کې وایي: ”لومړی، له لومړي وزیر عمران خان سره مې خبرې رغاونکې وې، په ځانګړي ډول کله چې هغه لوی درستیز، د استخباراتي ادارې (ISI) رئیس، د سوداګرو ټولنه او د کابینې څو تنه غړي په بحث کې شامل کړل. ما له هغوی څخه په مستقیم ډول سپینې پوښتنې وکړې او هغه ځوابونه چې ما غوښتل ترلاسه مې کړل.

لومړی، آیا په افغانستان کې د طالبانو په رهبرۍ د یوه حکومت موجودیت د پاکستان په ګټه دی؟ د دې پوښتنې ځواب «نه» دی. دویم، آیا په کابل کې یو لاسپوڅی حکومت به د پاکستان ملي ګټې تأمین کړي؟ هغوی وویل، امکان نه لري او داسې به نه وي. درېیم، آیا اتصال او دغه راز په افغانستان کې ثبات د دوی [پاکستان] په ګټه دی؟ ځواب «هو» دی.“

دا لومړی ځل دی چې یو څوک له پاکستان څخه او هغه هم له نظامي مقاماتو او د پوخ اواستخباراتو له مسوولینو څخه د دوی په وطن کې په دغومره وضاحت او صراحت پوښتنې مطرح کوي. نوموړی وایي: ”فکر کوم هغو مقاصدو ته په پام چې لرو یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لیدلوري تغییر رامنځته شوی دی، چې په دې برخه کې له لومړي وزیر عمران خان، جنرال باجوه او همکارانو یې مننه کوم. اوس مو خپله پاملرنه پر جزئیاتو متمرکزه کړې، چې باید په سم ډول درک شي، خو په عین حال کې باید پر دې پوه شو چې په لوړه کچه د لیدلوري تغییر به په منځنۍ کچو کې د سمدستي تغییر په معنی نه وي. په پاکستان کې چې د افغانستان پر ضد کوم نااعلان شوی جنګ پیل شوی، تر اوسه هم دوام لري. تروریستي ډلې اوس هم د مدارسو د شبکو له لارې پناه ځایونه او بېسونه لري، چې په لومړيو مرحلو کې په همدغو ځایونو کې د دوی خوځښت پیلېږي. د یادولو ده، چې اوس د پاکستان حکومت کار کوي چې په دې هېواد کې د مدرسو تعلیمي نصاب بدل کړي. “

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply