ټرمپ هم د قريشي غوندې پوڼۍ خوشې کړه

0 518

ټرمپ هم د قريشي غوندې پوڼۍ خوشې کړه

دې خاورې ته راتګ اسانه، خو وتل ترې سخت دي يا په نورو ټکو جګړه ګټل اسانه، خو ساتنه يې سخته ده

له اليکساندر رانيولې تر ننني نړيوال زبر ځواک ((تا)) پورې هر چا دې خاورې ته غلطه محاسبه کړې، دلته امپراتورۍ خاورې شوي، خو افغان ولس پر خپل ځای پاتې شوی

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته – هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا

د ټرمپ اپلتو له دې وروسته د ملي – اسلامي رسالت له مخې افغان ولس ته د دې شرعًا – سياستًا واخلاقًا مشروعيت وروباښه چې د هر يرغلګر او د لاسپوڅي پر وړاندې يې چوپ پاتې نه شي.

ټرمپ کاکا،

تاسې يوځل له ځانه وپوښتئ چې دا د نړيوال ژاندارم پوليس دنده چا درسپارلې؟

موږ و نړۍ خو نه ده درسپارلې، که بل چا درسپارلې وي، نو ته پوه شه او هغه او که خپله دې ځانته ټاکلې وي، نو بيا ټينګ شه!، اوس په اخر کې د شغال غوندې مه ځغله! دا خاوره چې تا او نورو زبرځواکونو ونه خوړلی، نو نننی نوی اتومي راټوکېدلی ځواک يې هم نه شي خوړلی!

داسې برېښي چې نن سهار بيا له خوبه په چپه راپاسېدلی يې او خوله دې نه ده پرېمينځلې. ښه به دا وي چې تاسې يوځلې له خپل نژدې دوست برتانيا او بيا له خپل ستر مخالف روسيه پوښتلی وای چې دا ((افغانستان)) څه ډول خاوره ده؟

ټرمپ کاکا،

سمه ده چې هره جګړه په پيل کې په زور او زر دواړو ګټل کيږي، خو ساتل کيږي پرې نه، بلکې هره ګټل شوې جګړه په زور او زر نه، بلکې په زړونو ساتل کيږي.

دا نړيوال مسايل پر ټويټونو او دغسې پوڼيو ايشتلو نه حل کيږي، بلکې دا يو ښه سياسي پوهاوي او خپلو نړيوالو اخلاقي رسالتونو پېژندنې ته اړتيا لري چې تاسې پرې لږ سوچ وکړئ!

له سترې برتانيا سره او له روسانو سره هم همدغسې يو لړ تشويشونه ول چې هر يو يې يوځل نه، بلکې په ځلونو هڅه کړې، خو زمکنيو حقايقو هر څه چپه ثابت کړي. له تاسې سره به هم همدغسې يو تشويش وو، خو هغه تشويش مو ناسم محاسبه کړی وو.

روسانو هم افغانستان له ځان سره خپل شپاړسم ايالت حساب کړی وو، ولې پنجاب هم تراوسه له ځان سره د پينځمې صوبې هيله لري. کاشکې چې عمرانخان له ځان سره په دې سفر کې د پخواني نظامي ديکتاتور مېرمن بېګم ضياء او يا د هغې زوی اعجازالحق وړی وای چې د خپل پلار پرځای يې د شکرانې لمونځ د کابل په پلخيشتي جومات کې کړی وو او د خپل پلار ويا څښتن د هيلو يو انځور يې تاسې ته وړاندې کړی وای.

نه پوهېږم چې دا د زقومو مړۍ سترې برتانيا و روسانو تېره نه کړه، خو هغه څوک چې د اسمان له ستورو پورې سودي پورونه زيات دي د بل په خيراتونو او چندو او چل وفرېب ولې ورته زړه ښه کړی دی؟ ان تر دې چې تاسې وړم کال پخپل ټويټر کې ويلي وو چې پاکستان له موږ ۳۳ ميليارده ډالر په دروغو لوټلي دي

دا اتوم خو تاسې ټول هم لرئ، خو ولې د نورو خيراتخور يې موږ ته هر وخت مخې – مخې ته کوي؟ د دې يادونه موږ ته څه پيغام لري؟

ټرمپ کاکا،

سمه ده چې بيت المقدس مو د عربو د بې اتفاقۍ له امله بل چا وروبښه، خو افغانستان د نړۍ له مخې ورکول او يا بل چا ته سپارل ډېره ستره خبره ده. زما مشوره خو دا ده :

دومره ټوپ وهه چې وهلی يې شې!

د بېنظيرې يوې خوريينې شيري رحمان هم دېته ورته خبره کړې وه چې :

شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

ټرمپ کاکا،

خير دی که تا ته پته نشته، خو استازي خليلزاد ته پته شته چې دلته وخت ناوخت هر چا د خپلو لاسپوڅي راوړي دي ، لکه :

برتانيا شاه شجاع راوړی وو،

روسانو ببرک کارمل راوړی وو،

او تاسې حامد کرزی راوړ

خو دومره ده چې شاه شجاع برتانيا ته په زغرده ويلي وو چې :

((تاسې خو ما وړئ، خو افغانان د پرديو لاسپوڅي نه مني))، کاشکې چې کارمل وکرزي دا خبره تاسې و روسانو ته کړی وای او هم خپلو ازلي لاسپوڅو نظاميانو يا په بله مانا پنجابي رياست ((Panjabi Establishment)) درته لږ رښتيا ويلي وای، نو له نننۍ پښېمانتيا او ځغاستې به خلاص وای او نه به مو زموږ پر سر چا ته د مذهبي مشروعيت تر پوښښ لاندې په ميلياردونو ډالر په دروغو او ټګۍ برګۍ نه ورکولای. دا ستاسې ترمينځ خپله معامله ده، خو زموږ د سرنوشت نه لرئ!

ټرمپ کاکا،

وايی چې يو هندو په ځنکدن کې ټيزونه اچول، خپل – خپلوان يې چې ورته شاوخوا ناست ول، چا خندل او چا ژړل، خو يو بل ته يې په ژړا وخندا کې ويل :

((لالا خو ځې، خو نښې يې پرېښوولې)).

ته خو به ځې او اوس به له ميدانه ځغلې، خو د ديوسۍ نښې دې خپل ولس او نړۍ ته پرېښوولې.

ټرمپ کاکا،

موږ عرب نه يو او نه راته د عربو خيال وکړې! موږ پر چا ځان نه ساتو او نه مو په تېر کې ساتلی. که ځې، نو بېمسووليته نه شې تللی. مسووليت به منې!

پايله، مشوره او پيغام :

زما مشوره ښاغلي خليلزاد ته د يو افغاني الاصله امريکايي دا ده چې خپل تاريخي – اخلاقي مسووليت ته متوجه اوسه! شاه شجاع خو خپله غاړه خلاصه کړې وه تاسې څه کوئ؟

زما مشوره ټرمپ کاکا ته دا ده چې

Eating little, sleeping little and talking little

لږ خوراک، لږ خوب ، او لږې خبرې

نړۍ وحقايق پر ټويټونو او هسې بېځايه پوکڼيو خوشې کولو نه، بلکې پر معقوليت و سياسي درايت ((پوهې)) چليږي. په دې هيله چې جمهوريپال خپل دغه نړيوال ميلياردر سوداګر د سياست او معقوليت غولي ته راکاږي نه د لېونتوب او هسې بېځايه اپلتو ويلو ته چې دا په نړيواله کچه د امريکا سياسي – حقوقي واخلاقي اعتبار ته ډېره سخته صدمه اړوي.

په پای کې زما مشوره پنجابي رياست ته دا ده چې مشر لالا د خپل بېساري زور او زر سره ونه شو ساتلی او نن يو ځلې بيا ستاسې و د عربو مشورې ته درستون شو، نو دا په ياد ولرئ چې :

  • هسې بېځايه د دې خاورې د الحاق خوبونه مه وينئ!
  • د طالبانو د بيا واکمنۍ هيله مه کوئ!

له دې وروسته دا خاوره پر سياسي درايت او افغاني ډيالوګ خوړل کيږي، د مذهب غولونې وخت نور  تېر شو. ملا محمد عمر هم همدغسې په زغرده نصرالله بابر ته ويلي وو :

((کېږده دا نوړۍ دې! پاڅه، خاينه او ځه)).

تاسې، رياست وطالب دې دا خوبونه نه ويني چې ستا له ځغاستې وروسته طالب يوځلې بيا واکمنيږي، کلا وحاشا دا خوب وخيال دې څوک نه ويني.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ټرمپ: د جګړې ګټلو لپاره افغانستان له نقشې ورکولی شم

https://www.bbc.com/pashto/49076525

ورځپاڼې: عمران خان د سعودي شهزاده په سفارش واشنګټن ته بلل شوی

https://www.bbc.com/pashto/world-49061689

ورځپاڼې: طالبانو سره د سولې هوکړه ليک بايد په ډېر غور وليکل شي

https://www.bbc.com/pashto/world-49056913

حقاني: امريکا د تېښتې او پاکستان د طالبانو د واکمنولو په فکر کې دی

http://www.taand.com/archives/131137

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply