د عمرانخان د پام وړ

0 675

د عمرانخان د پام وړ :

افغان ولس د خپل سرنوشت حق چا ته نه ورکوي

((د ځان او د طالب په نوم نور له څو مخيزې سياسي نکاح ((لواطته)) لاس واخلئ!)) له حکومت سره له خبرو انکار، خو د بل په نغوته بيا سياسي فحشاء ((لواطت)) ته هر ځای ته په افتخار ورځغلي. رياست بايد د ضياء د وخت له خوبونو لاس واخلي

له غلام اسحاق خان او ميرزا اسلم بيګ هم يوځلې وپوښته!

 سيد حسين پاچا

Pak Is China’s “Vassal”, Imran Khan Xi’s “Jester”: Ex-Pentagon Official

Former Pentagon official Michael Rubin said Imran Khan’s US visit “should be seen in the same light as (Donald) Trump’s meetings with North Korean leader Kim Jong-un…”

Pakistan’s next double game: Marriage with China, affair with US

Pakistan remains China’s closest ally as it is actively aiding, abetting and promoting Beijing’s strategic goals and hegemony in the region and the world.

ضياء الحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سری او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي. افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

نوټ :

د سيپيک اقتصادي پروژه يې له چين، پورونه او د لا نورې بسپنې پيسې ورته له مشرلالا وسعودي و IMF او د ګازو نلليکې غځونه پر روسانو کوي. پښتانه وبلوڅان يې ترې د تل لپاره د بې امنۍ په پلمه محروم کړل. مکارې لولۍ درېواړه ياران له ځانه د طالب په کارونه خوشاله کړي او تهران يې هم ورته تشويق کړی، خو زموږ يې روغ رمټ هر څه له يوې مخې د مذهب، جهاد او د اشغال په نوم راونړول. کاشکې چې موږ جهاديانو ړومبی عقل وای!

د خان لالا چې دا حال وي، نو د نوکر به څه وي؟ هغه د جوماتونو پخوانی غومبر او اتڼ ترېنه زر ځله شرف لري، هغه خو د طالب طبعي ښکلا natural beauty او دا به يې مصنوعي ښکلا artificial beauty يا make up وي.

ښاغلی خانه،

د طالب پروژه يا دا اوسنۍ هلې ځلې داسې ترسيم شوې وې چې مرستيال مشر به يې په نوم خلاص، ولې واک به ورسره نه وي. تنها د سامع او شاهد په بڼه به ښکته پورته کيږي.

د خليلزاد څلور ټکي :

  • د بهرنيانو مهالوېش
  • له ټولو ترهګرو ډلو سره پرېکون او د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف نه کارول
  • بين الافغاني مذاکرات (د قطر وجرمني په تضمين)
  • اوربند

دا د امريکا پر تعصب ولاړ د دروني سياست ښکارندويي کوي چې جمهوريپال د ديموکراتانو پر ضد ټولې هغه هڅې له يوې مخې وننګوي چې اوباما ترسره کړي او يا له پخواني ولسمشر بوشه ورته په ميراث کې پاتې دي. له ايران سره له تړونه وتنه، د طالب نازونه او داسې نورې ټولې معاملې د همدغې پالېسې پايله ده چې طالبي ګلټيران يې نيمه نمايشي خپلواک ونيمه ذهني بنديان او رواني رنځور پرېښوول چې د پاکستان له خوښې پرته نور هېڅ نه شي کولی، يا په نورو ټکو د مشر لالا او د بالکي ګټې به پالي.

په دې څلورو ټکو کې دوه يې په پيل کې د امريکا د اعتبار او اړيکو جوړولو لپاره او پاتې دوه يې په داسې ګونګه ژبه پرېښوول چې طالب له دواړو ټکو نه انکار کوي او ځان يې سپين باز او ملامتيا يې هم افغانانو يعنې افغان حکومت او طالبانو ته سيخه کړه او ټرمپ له سوچ پرته ناپړيته راويسته.

دېته ورته لوبې د ضياءالحق او بيا راوروسته د نواز شريف، بېنظيرې او مشرف په وخت کې هم شوي. جونېجو او نورو به زموږ استازولي کوله ان تر دې چې ميرزا اسلم بيګ خو په زغرده ويلي چې بېنظيرې موږ ته د جلال اباد د نيولو امر راکړ، خو پوهيږو چې هغې ته دا امر چا کړی وو؟ د پلار د بنګال مساله يې هم همدغسې له حقوقي ستونزې مخ ده چې بوټو پوځ ته د بنګال د پوځ استولو امر نه دی کړی، خو پوخ هلته د جماعت اسلامي په غوښتنه تللی وو او سر پکې بوټو وخوړ چې تر ننه يې لا کورنۍ د بوټو لا څه ان چې د زوی يې او هم د بېنظيرې د قتل مساله څوک څېړلی نه شي. د پاکستان د خلکو ګوند PPP ښه پوهيږي.

پاملرنه :

تر يوځای دا سمه ده چې سعودي ځوان شهزاده سلمان او جمهوري سناتور ګراهام به يو څه رول لوبولی وي، خو د بلک واټر مشر، خور او ډيويډ هيل هم له دې لوبې مستثنی نه دي. دا ډله د ولسمشر غني د ځينو هغو مخنيويو سره تړاو لري چې جګړه يې له سوداګريزې بولۍ څخه وساتله. دلته ځينې سياسي – اقتصادي او سوداګريزو ګروهو سره غوټه خوړلې ده. طالب ته ناز له همدغو ګروهو او لابيو سرچينه اخېستې ده.

مشوره :

ښاغلی خانه،

افغان ولس له تا او ستا شا ته په حکومت کې حکومت ته په زغرده وايی چې :

هر ډول لاسوهنه مو بس کړئ!

طالب پرېږده چې خپله پخپله خوښه خپلې چرګې ته راشي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني. ستا پر وينا به طالب ته هېڅ معنوي ارزښت پاتې نه شي او هر ډول سياسي، مادي و معنوي ګټه به يې نورو ته ولاړه شي. خوښه د طالب چې خپل معنويت وارزښت پالي او که د نورو لپاره په بولۍ کې ځان بلهاري کوي او وياړ به د دوزخي حميدګل هغې وينا ته ورته وي چې :

((سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، ولې لارښوونه يې زما وه)).

افغان ولس دې ټکي ته ښه متوجه دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

عمران خان: زه د طالبانو په منځ کې اعتبار لرم، غوښتل مې ور سره ګورم، خو افغان حکومت پرې نه ښوودم

https://rohi.af/fullstory.php?id=78806

طالبان: که پاکستان رسمي بلنه راکړي د عمران خان سره به وګورو

https://rohi.af/fullstory.php?id=78810

غني: طالبان او پاکستان بايد يو بله سره خپلې اړيکې روښانه کړي

https://www.pashtovoa.com/a/ghani-ask-taliban-i-clear-ts-realation-with-to-pakistan-/4791430.html

له طالبانو د ولسمشر غني پوښتنه: که حکومت مشروع نه دی، نو تاسو خپل مشروعيت له کومه ځايه ترلاسه کړی؟

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=74317

عمران خان د سعودي وليعهد ته سوال کړی و چې له ټرمپ سره ورته ليدنه برابره کړي

https://khabarial.com/archives/36065

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply