د واده پر مراسمو برید، خو ولې؟

0 974

محمدبشیر یوسفزوی

د افغانستان دښمن دومره وحشي او خدای ناترسه دی چې نه ښوونځی پرېږدي، نه روغتون پرېږدي، نه جومات او مدرسه ګوري، نه جنازه او هدیره ګوري، نه کلی، کور او بازار ګوري، نه د ماشومانو او ښځو خاطر کوي، نه د قومي مشرانو او دیني علماو پروا لري، نه د زده کوونکو او عامو خلکو په کیسه کې دي، بس هرچېرې یې چې په هر چا وس بر او واره ورته برابره شي، نو برید ورباندې کوي. د دغه ډول وحشي بریدونو سلګونه او زرګونه بېلګې موجودې دي. تازه په تازه یې پرون شپه په پلازمېنه کابل کې د واده په خوښۍ یو برید ترسره کړی چې په پایله کې یې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مګر پوښتنه داده چې ولې د واده پر مراسمو برید.

دغه برید د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې څخه یوه شپه دمخه ترسره کېږي. دلیل یې ساده دی، چون د هیواد ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه تر بل هر وخت زیات ویښ او بیدار دي او دوی په ټول قوت سره د خپلواکۍ د مراسمو د نمانځنې لپاره تدابیر نیولي دي، مګر دښمن پوهېده چې پر دغو مراسمو برید نشي کولای، مګر د مراسمو د ګډوډولو او کم رنګه کولو فکر یې په ذهن کې و او په همدې خاطر یې پرون شپه په کابل دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو برید ترسره کړ.

ممکن د برید کوونکي موخه یا د دغه برید د پلان اصلي هدف دغه واده او د واده ګډونوال نه وو، بلکې د دوی موخه یوازې او یوازې قتل عام دی، ترڅو د خپلواکۍ د شانداره مراسمو د نمانځنې مخه په دې ډول ونیسي، ځکه که حکومت او عام خلک د خپلواکۍ جشن نمانځني، نو همدغه لاسپوڅې او تروریستي ډلې به په ټولنیزو رسنیو کې دا پروپاګند خپروي چې حکومت د خپلو خلکو د مرګ او ژوند پروا نه لري، پرون لسګونه خلک مړه او شهیدان شول، مګر نن یې دادی جشنونه نیولي او خپلې خوښۍ نمانځني.

د افغانستان دښمنان هره لحظه کوښښ کوي چې زموږ له خلکو څخه د خوښۍ فرصتونه ضایع کړي، دا چې سږکال د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده او د دې د نمانځنې لپاره ان له یو کال راهیسې تدابیر روان دي او په ټول ولایتونو کې به د کابل په ګډون نمانځل کېږي. مګر د افغانستان وحشي، خدای ناترسه او بزدله دښمنان دې پوه شي چې دوی په دغه ډول ظلمونو او وحشتونو سره زموږ د خلکو د خوښۍ مخه نشي نیولای او نه هم د خپلواکۍ جشن چې د ټولو افغانانو ګډ ویاړ دی له دوی څخه اخیستلای شي. موږ غم او ښادي خپل او خور او ورور ګڼو. موږ چې څومره د هیوادوالو په غم غمجن کېږو، نو همدومره ورسره په غم کې ځانونه ځکه شریک بولو، چې موږ د یو وجود او یوې کورنۍ په مثال یوو، زموږ غم، ښادي ، ارزښتونه، ویاړونه او ټول سره شریک دي.

د افغانستان دښمنان واحد افغان ملت د دغه ډول ترور او وحشت په رامنځته کولو سره له یو بله نشي بېلولای، موږ واحد ملت یوو، واحد ملت وو او واحد ملت به اوسو. 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply