سوله د جګړې نه، د خبرو له لارې راځي

0 707

مطیع الله سحر

 

تل چې د هیواد دننه او له هیواد څخه بهر د افغان سولې لپاره هڅې شروع شي. طالب جګړه ماران هم جګړې ته زور ورکړي. چې د دوی دا کارونه د سولې پر خبرو باندې منفي اغېزې کوي. د دوی مشران هلته د افغان سولې له استازو سره پر سوله خبرې کوي او بیا د خبرو تر څنګ  خپلو جګړه مارانو ته د جګړې پلانونه هم جوړوي او په افغانستان کې یې نور هم جګړې ته هڅوي. چې له بده مرغه د دغې جګړې ټول قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون عام افغانان دي. جګړه د حل لاره نه ده، جګړه تباهي او بربادي ده، نو د جګړې پرځای پر سوله تمرکز پکار دی. واقعي تمرکز.

که دوی چېرته په ريښتیا سره هم سوله غواړي او د جګړې پر ځای سوله غوره ګڼي. لومړی باید له دې ټولو ورانکاریو څخه لاس په سر شي. او د جګړې پر ځای سولې ته لومړي توب ورکړي. یو بل ته ورور ووايي او د افغانستان خاوره خپل ناموس وګڼي، او د دې خاورې حق باید پر ځای کړي دا خاوره د نورو له لاس څخه ازاده کړي. په دې خاروه کې باید د بې ګناه کس وينه توی نشي.افغانستان باید د امن کور وي ځکه چې په ټوله نړۍ کې یوازې په افغانستان کې تر ټولو زیات مسلمانان دي او په یو مسلمان هیواد کې تر نورو هیوادونو څخه زیات په امن کې وي.

په دې وروستیو کې که مونږ چېرته وګورو طالبانو بریدونه زیات کړي دي. بې ګناه هیواد وال مو شهیدانوي، واړه ماشومان یتیمانوي، ميندې مو کونډوي او هره ورځ زموږ هیوادوال د بدمرغه جګړې له لاسه زجر ګالي او سختۍ تېروي. زموږ بې ګناه هیوادوال نور د دغې بدمرغه جګړې د زغم تاب نه لري.

حکومت ډېر په اسانۍ سره کولای شي چې هیواد ته تل پاتې او باعزته سوله راولي، ځکه چې ښاغلي غني طالب جنګیاليو ته په لومړيو کې دا ويلي چې تاسو هېڅکله هم د افغان حکومت پر وړاندې جګړه نشئ کولای او نه هم پکې بریالي کېدلی شي. نور د خدای د پاره خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ او له جګړې څخه لاس واخلی چې په افغانستان کې یوه تل پاتې سوله راشي.

دا واقعیت هم دی، ځکه چې جنګي ډلې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړې پرځای ښارونو کې بریدونه او چاودنې کوي او عام خلک په نښه کوي چې دا د نهایت ضعف ټکی دی. دا د جنګ د اصولو خلاف عمل دی، ځکه پر بې ګناه خلکو برید په هیڅ ډین او ائین کې جواز نه لري.

افغانان د سولې تږي دي او که له هرې لارې وي هیواد ته تل پاتې او باعزته سوله راوستل غواړي. د افغان تل یوه خبره وي او کله چې کوم څه په خوله ووايي هغه بیا په عمل کې هم تر سره کوي. چې اوس یې هم د سولې خبرې روانې کړي دي او که هر څنګه وي ان  که د سر په بدله هم وي سوله راوستل غواړي، او راولي به یې هم.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply