پر موږ د خپلواکۍ خوښي د دښمن نه ده پیرزو

0 677

محمدروښان ښاد/

سره له دې چې د واده پر مراسمو د خونړي تروریستي برید قربانیانو ته د درناوي له امله حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن نمانځنه وځنډوله، مګر نن سهار ولسمشر غني  لومړی ملي دفاع وزارت ته ولاړ او هلته یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده. وروسته  نوموړی دارالامان ماڼۍ ته ولاړ او هلته یې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جوړو شویو مراسمو ته وینا وکړه. هغه وویل: ”د افغانستان عظیم ولسه!

نن د افغانستان د ویاړلي استقلال د بېرته ترلاسه کولوسلمه کالیزه ده، دا له افتخاره ډکه ورځ دې ټول افغان ولس او ټولو مشرانو ته چې دلته تشریف لري، مبارک وي.

بدبختانه که صدمین سال‌روز استرداد استقلال کشور تحت شعاع یک فاجعه قرار گرفت، من امروز در رابطه به استقلال و اهمیت غازی امان‌الله خان در راه بدست‌آوردن استقلال کشور، حرف نمی‌زنم. در این رابطه با تلویزیون ملی مصاحبۀ تفصیلی داشتم و به آن اکتفا می‌کنم.

په پام کې وه چې د خپلواکۍ د سلیزې جشن په شاندارو او خاصو مراسمو ونمانځل شي ځکه د ولسمشر غني په وینا:”د شانداره نمانځلو څخه هدف دا وو چې ملت او ځوان نسل ته د هیواد پخوانی عظمت تداعي شي او په خپله خاوره او تاریخ افتخار وکړي او د استقلال قدر وکړي، د وطن پرستۍ احساس یې لا پياوړی شي.  خو زموږ د آزادۍ او خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو دښمن او د دې خاورې دښمن دا جشن او دا خوشالي نشوای لیدلای، دا دښمن زموږ د زړورو وسله والو ځواکونو سره مقابله نشي کولای، دوی زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له برکته په هیڅ ډول زموږ د دغې خوشالۍ مخه نشي نیولای

مګر د افغانستان دښمنان هیڅ وخت د افغانانو خوښي نشي زغملی، نو له همدې امله یې د خپلواکۍ له جشن یوه ورځ دمخه په کابل کې د شپږمې ناحیې اړوند سیمه په یو هوټل کې د واده پر مراسمو د برید په پایله کې لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل او د دغه قتل عام له امله د خپلواکۍ د جشن شاندار نمانځل وځنډېدل.

د ولسمشر غني په یونا: ”خو، له بده مرغه زموږ د وطن دښمن دومره نامرده، دومره بې غیرته او دومره ذلیل او پرېوتی دی چې د واده په مراسمو یې تروریستي برید وکړ. یو کاملا ملکي ځای یې په نښه کړ، ماشومان او ښځې یې په نښه کړې او په ډېر وحشیانه ډول یې زموږ ښاریان په وینو ولمبول. 

طالبان با انکار از دست‌داشتن در این حمله از بار ملامتی شانه خالی کرده نمی‌توانند، تهداب این چنین کشتار و قتل‌های بی‌رحمانه را آنان نهاده اند. طالبان بارها این چنین حملات ظالمانه، وحشیانه و بی‌رحمانه را در مساجد، مکاتب و اماکن عامه انجام داده اند و مسئولیت آن را نیز به دوش گرفته اند.

د طالبانو او نورو تروریستانو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دي، د بې دفاع وګړو د تلفاتو اصلي مسوولین طالبان دي او نورو تروریستي ډلو ته هم طالبانو د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې ده.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply