طلوع تلویزیون د غني د عصباني کولو هڅه کوله

0 721

 مطیع الله سحر-

د طلوع نیوز خبریال نجفي زاده له ولسمشر محمد اشرف غني سره داسې مرکه وکړه چې په هغه کې یې نه یوازې د ژرونالیزم اصول مراعت نه کړل، بلکې ټولنیز اداب او متقابل درناوی یې هم له پښو لاندې کړ. په دغو کړنو سره د طلوع تلویزیون هڅه دا وه چې ولسمشر غني عصباني او قهرجن کړي او په دې ډول یې تمرکز ور خراب کړي، مګر تر پایه دوې ونتوانېدل چې دغسې څه ترلاسه کړي.

د ژورنالیزم اصولو او اخلاقو ته په کتو د طلوع تلویزیون خبریال ته داسې په کار نه وه چې له ښاغلي غني نه دا ډول بې مورده، بې اساسه، ډېرې شخصي او نااړوندې پوښتنې وکړي. خو ښاغلي غني هم د نجفی زاده ټولو پوښتنو ته په ډېره ارمه او په سړو مغزو د هرې پوښتنې ځواب ورته ويلې. د ښاغلي غني د حوصلې په باره کې مو ډېر څه اورېدلي وه خو وړمه شپه مو د ښاغلي غني حوصله په خپلو سترګو وليدله چې څومره حوصله یې درلوده او په څومره مينه يې د هر پوښتنې ځواب ورکولو. که چېرته له کوم بل چا سره دا ډول مرکه شوې وه نو د ډواړو تر مينځ به حتمن جنجال جوړېده.

له وړمې شپې راهيسې په خواله رسنیو باندې پر طلوع نيوز او خاصتا په نجفی زاده باندې زیاتې نیوکې کيږي چې نجفي زاده ولې له ښاغلي غني سره داسې وکړ مقصد یې څه وه او څه یې غوښتل چې له ښاغلي غني له خولې څخه یې وباسې. ولس چې له ښاغلي غني سره بې کچې مینه لري نو په همغه خاطر یې ذره بد هم نه پرې لورېږي چې کم څوک ښاغلي غنی ته په کمه سترګه وګوري.

نجفی زاده  زیاتې مرکې کړي خو په دې مرکه کې یې خپل ضمير ته سپکاوی کړی ، حتا نجفی زاده په دې مرکه کې خپلې ناستې ته هم متوجع نه وه چې زه د ښاغلي غني پر وړاندې څه ډول کېنم او څه ډول احترام ورته وکړم.

نجفی زاده ښاغلی غني په دې پوښتنې غوصه کړ چې پکار نه وه له ښاغلي غني نه یې پوښتلي وه او نه هم دا پوښتنه له غني پوره اړه لري. چي ولسمشريزې ټاکنې به د تېرو ټاکنو ۲۰۱۴ کال  په څېر نه وي؟ ښاغلي غني وويل چې دا تاسو پورې اړه لري چې څه ډول د ټاکنو اصول مراعت کړئ. کمېسیون ما نه دې ټاکلی. همدا تاسې رسنۍ یاستۍ چې د ټاکنو په تړاو شکونه رامنځ ته کوئ د ولس ذهنونه په منفي خبرو باندې ور خرابه وئ. تاسو باید د خپلو اعلاناتو له مخې هیواد وال د ټاکنو له اوصولو خبر کړئ تر څو ولس د ټاکنو له ټولو وصولو خبر شي او ښې ټاکنې تر سره شي. دا خو په ما پورې اړه نه لري.

په افغانستان کې رسنۍ هم په یوې مافیا اوښتي او طلوع د مافیایي رسنیو په سر کې قرار لري او دوی تل د هیواد په تاوجنو شرایطو کې د روحیې د کمزوري کولو، د ملي یووالي د پاشلو او نورو ناخوالو د رامنځته کېدو په موخه داسې مرکې، خپرونې او نشرات کړي دي چې د هیوادوالو ملي روحیه یې متضرره کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply