د عمرانخان او د شريف د پام وړ

0 525

د عمرانخان او د شريف د پام وړ :

که له هند سره جګړه نه غواړې، نو افغانانو څه ګناه کړې ده؟

قريشي : له هند سره جګړه کول ځانوژنه ده

دا افغانوژنه څنګه ده؟ شهباز شريف او نور سياستوال دې څه وايی؟ زور دې چې پر هندو نه رسي، نو زموږ ګناه څه ده؟ د بل په جيب (تشه خزانه) خو جنګ نه کيږي

سيد حسين پاچا

ښاغليه خانه،

لاسپوڅې خو د شريف دوی کورنۍ هم وه چې پلار يې محمد شريف ضياءالحق راوړ. ضياء به خپله د اردن پاچا حسين په سپارښتنه د بوټو په کابينه کې رامخته او د هغه سر يې وخوړ، خو خپله لاسپوڅي دې څنګه توجيه کوئ؟

د موشي ديان په خبره چې حسين د ضياء په مرسته په يوولسو (۱۱) ورځو کې دومره فلسطينيان ووژل چې موږ په شلو (۲۰) کلونو کې نه وو وژلي.

که کشميريان مسلمانان دي، خو هند له مسلمانانو ډک دی او موږ هم لله الحمد له پيله د اسلام د سترو خليفه راشده خليفه ګانو له وخته مسلمانان يو او موږ نور مسلمانان کړي دي. هيله ده چې د غزوة الهند په تړاو مطالعه وکړه چې خپله آېينه درته روښانه شي.

پوښتنه :

د هند / کشمير لپاره زموږ وژنه او وينې تويونه څنګه ده؟

هيله ده چې ځواب يې ووايی؟

متل :

پښتون چې سل کاله وروسته غچ واخېست، نو بيا هم تلوار يې وکړ

د شريف کورنۍ بايد دې ټکي ته متوجه اوسي.

موږ کشميريان نه دي وژلي او نه دې موږ څوک د کشمير په مساله کې راکاږي. چا چې د اجرتي قاتل په توګه د اردن د پاچا لپاره فلسطينيان له پنډغالو (کمپونو) پاک کړل همغوی زموږ، بلوڅانو، سنديانو او د کشميريانو قاتلان هم دي.

شريف که رښتينی کشميری وي، نو بايد خپل قاتل وپېژني!

په درنښت

سيد حسين پاچا

عمران خان: پاکستان به له هند سره جګړه پيل نه کړي

https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-wont-star-war-with-india/5066659.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply