عبدالوافي نایبزی-
۱۳۹۸ د مېزان/تلې شپږمه، یوه تاريخي ورځ ده، هغه ورځ چې د ولسمشرۍ نوماندانو ته به ولس خپل ۵کالن برخلیک په لاس کې ورکوي، هغه ورځ چې د یو جمهوري دیموکراتېکې پروسې له لارې به د حکومت په راس کې نوې مشري رامنځته کېږي.
مالومه خبره ده، چې په دې ولسمشریزو ټاکنو کې د تېر پهڅېر یو وار بیا دوکتور غني او ډاکټر عبدالله له مخکښو نوماندانو څخه دي، دلته يې د تحصیل، کاري مخینې او شخصي عادتونو په اړه یوه پرتلنه کوو:
د تحصیل لهمخې:
ښاغلي غني د امریکا له بېروت پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې لسانس او ماسټري کړېده. دویمه ماسټري يې د کولمبیا پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې کړېده. د کولمبیا پوهنتون څخه يې پهانسانپېژندنه کې دوکتورا هم کړې. او همدارنګه د امریکا له سکرانتن پوهنتون او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه افتخاري دوکتوراوې هم لري.
بل اړخ، ښاغلی عبدالله یوازې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څخه د «سترګه» په برخه کې ناتمامې لوړې زده کړې لري.
د کاري تجربې لهمخې:
ښاغلی غني د افغانستان په کابل پوهنتون، د کالېفورنیا په «برکلي» پوهنتون او «جانز هاپکینز» پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کړېده. ښاغلي غنی همدارنګه د کابل پوهنتون ریاست، د نړیوال بانک کارمند، د اقتصاد وزیر او د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر مهال د خارجیو قواو څخه داخلي امنیتي قواو د لېږد مسوول او اوسمهال د افغانستان رییس جمهور دی.
بل اړخ، ښاغلی عبدالله د کورنیو جګړو پر مهال په جبهاتو کې بوختیا، د باندینیو چارو وزارت مرستیال، د باندینیو چارو وزیر او اوسمهال د اجرایه ریاست مشري پر غاړه لري.
شخصیت اړوند ځانګړنې:
د ولس تر منځ ښاغلی غني د یو هڅاند، مطالعې شوقي، جدي او تندخویه او سختګیر سیاستمدار په بڼه مطرح دی.
بل اړخ، ښاغلی عبدالله بیا راحتطلبه، له مطالعې او علمي څېړنو لرې، غیرجدي او ښه رویهکوونکي سیاستمدار په توګه مطرح دی.
قضاوت ولس ته پرېږدو، چې د هېواد پهدې حساسو شرایطو کې یو عالم، مفکر، باتدبیره او له فساده پاک شخص انتخابوي او که یو شېکپوش، د هېواد له غمونو ناخبره او د کورنیو جګړو یو مطرح څېره ته خپل ۵کالن برخلیک په لاس کې ورکوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320