ډاکټر غني یو شخص نه، بلکې یو فکر دی

0 865

عبدالکریم مرام-

 

ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنی په لحاظ

واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي

ډاکټر غني یو شخص نه، بلکې د هیواد د ابادۍ فکر او د خلکو یوازینۍ هیله او اسره ده او ټول په دې باور دي چې که خدای کول د همده د فکر، پوهې، هڅو او برنامو له برکته به افغانستان سولې، ثبات او پرمختګ ته رسېږي. په همدې خاطر د جنګ ځپلي افغانستان او افغانانو ټولې هیلې ورپورې تړلې دي. په همدې خاطر د هیواد په لر او بر او هره ګوښه کې هیوادوال په دې هڅه کې دي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نورو نوماندانو په پرتله نوموړی په غوڅ اکثریت او لوی تفاوت واک ته ورسوي.

نوموړي د وطن د غني کولو، پرمختګ، ښېرازۍ، سرلوړۍ، له بدبختیو د خلاصون او له سیالانو سره د سیال کېدو لپاره یې مټې را بډ وهلي شپه او ورځ یې په ځان یوه کړې او هر لوري ته منډې وهي، مګر مثمرې او ګټورې منډې، ځکه د همده یانې جلالتماب جمهوررئیس او د دولت جوړونکي ټیم د مشر د پرلپسې او ارزښتناکو هلو ځلو، کوښښونو، اقداماتو، تصامیمو، طرحو، برنامو او پرېکړو له برکته نه یوازې د ۲۰۱۴ کال هغه ناڅرګنده وېره او د هیواد د بقا اندېښنه او پوښتنه له منځه لاړه، بلکې د کورنیو او بهرنیو مبصرنیو د وړاندوینو برعکس چې ویل به یې په څو میاشتو کې به ملي اردو وپاشل شي، له درې څخه تر شپږ میاشتو پورې به حکومت سقوط شي او هیواد به خدای مکړه یو بل بحران ته داخل شي، مګر د دې ټولو برعکس ولسمشر غني نه یوازې چې افغان وسله وال پوځ پاشل کېدو ته پرېنښود، بلکې هغوی یې لا پیاوړي کړل، هغوی یې لا مجهز کړل، هغوی یې وپالل، هغوی ته یې پاملرنه زیاته کړه اوله همدې امله زموږ ویاړلي ځواکونه نن په عالي مورال او د وطن پالنې په ملي روحیه د هیواد دفاع او د هیوادوالو ساتنه کوي.

نه یوازې د هیواد، بلکې همدا اتلان د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات په خاطر له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په مېړانه جنګېږي او په همدې خاطر سیمه او نړۍ د دوی د هلو ځلو او سرښندنو منندویه او پوروړې ده.

همدارنګه موږ ټول د دې شاهدان یوو چې په تېرو پنځو کالو کې د ګڼو ستونزو او سختو شرایطو باوجود د جلالتماب جمهوررئیس د طرحو او برنامو له برکته هیواد په سم لور حرکت وکړ. داخلي عواید زیات شول، سوداګري وغوړېده، زده کړو ته پاملرنه وشوه او د کانکور پروسه په مراتبو شفافه شوه، د فساد او غصب ضد مبارزه جدي شوه، د سولې موضوع له شعار څخه په عملي پروسه بدله شوه او دا مهال سوله چې د افغانانو تر ټولو لویه هیله او غوښتنه ده په ملي او بین المللي بحث بدله شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply