لا هم د ټاکنو مخالفت، خو د څه لپاره؟

0 565

 

اېمل پیاوړی-

په یاد به مو وي چې څو میاشتې، حتی څو اونۍ وړاندې لا اکثره د ټاکنو په ترسره کېدو مشکوک وو، مګر ولسمشر غنی لا ان کال دمخه ویل چې ولسمشریزې ټاکنې حتمي دي او خامخا به ترسره کېږي، ځکه ټاکنې د واک د سوله ییز لېږد او د ولس د ارادې د تمثیل ښه وسیله ده، مګر نور بیا نه په ټاکنو باورمند وو او نه هم د ټاکنو په ترسره کېدو.

لا هم د ټاکنو پر وړاندې ګڼ خنډونه موجود دي، وسله والو طالبانو خو لا ان اعلامیه خپره کړه او خلکو ته یې ګواښ وکړ چې که په ټاکنو کې مو ګډون وکړ، نو بریدونه به درباندې وشي او خون مو له خپلې غاړې، پاکستان، ایران او نورو نه خو ځکه ګیله نشته چې دوی خو د افغانستان ازلي دښمنان دي او نه غواړي چې افغانستان د نظام، دولت او ثبات لرونکی وي. له دوی مه واره ځینې افغان سیاسیون هم په دې هڅه کې دي چې د ټاکنو مخه چې په هر قېمت وي ډب یې کړي.

تازه تازه د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کور کې پخواني جنګسالاران بیا سره را جرګه شوي دي او په دې یې غونډه کړې چې څنګه ټاکنې تحریم کړي او ووایي چې د ټاکنو پر ځای دې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي، سوله مازې پلمه ده، اصل کیسه د موقت حکومت دی، کرزي له ځانه سره داسې جوړه کړې چې که د سولې په نامه د ټاکنو مخه ونیسي، نو د موقت حکومت رامنځته کېدل به حتمي شي او ټولې غاړې به په ده لاس کېږدي چې د دغه موقت حکومت مشرۍ ته راوړاندې شي، مګر دا یو خوب، خیال او وهم دی چې هیڅ وخت به عملي نشي.

عجیبه لا داده چې د دې غونډې داسې ګډونوال هم شته چې تر پرونه په ځینو ټکټونو کې د لومړي مرستیال په توګه مطرح وو، لکه یونس قانوني، مګر له کومې ورځې یې چې ټیمونه شړېدلي دي او ټکټونه له منځه تللي دي او نورو په مناسبه بیه نه دي اخیستي، نو په همدې خاطر اوس کوښښ کوي چې د ټاکنو مخه ډب کړي، مګر دا د دوی له وسه وتلی کار دی او په دې غونډه کې د نورو نوماندانو او ټاکنیزو ټکټونو مطرح کسان هم د ګډونوالو په توګه ناست وو، ځکه چې دوی نه د خپلو ټاکنیزو ټکټونو په بریا باورمند دي او نه هم په سوله، نو دوی غواړي چې یو بل دریم شي ته چې موقت حکومت دی مراجعه وکړي او هلته خپل حضور او موقف یقیني کړي، مګر تر هغو چې غني وي، نو دا وړۍ به یې شړۍ نه شي او نه به یې دا خوبونه او خیال پلاوونه رښتیا شي، نو دوی ټولو  ته د زړه صبر!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply