د فرعون د وخت مساج

0 683

د نړۍ په لر او بر کې بېلابېل ډولونه مساج ورکول کېږي، څوک یې د تېلو په وسیله کوي، څوک د بخار او څوک د اوبو، خو په مصر کې د اور مساج ډېر زیات مشهور شوی دی.
مصري رسنۍ لیکي، د نیل سیند پر غاړه د مساج ماهر عبدالرحیم د اور مساج یو مرکز پرانیستی چې په دې وروستیو کې یې مشتریان ډېر زیات شوي دي.
هغه وايي، د اور مساج اوسنی نه‌ دی، بلکې دا طریقه د فرعون له وختو وه چې هغه به له ټکنالوژي پرته د اور مساج په وسیله د بدن ټول دردونه ختمول او هغه وخت یې دې عمل ته د «اتشي تولي» وایه.
هغه وايي، د اور مساج لپاره یې له نویو طریقو کار اخیستل پیل کړي دي، خو په وینا یې دا کار ډېر زیات دقت او احتیاط ته هم اړتیا لري.
په مصر کې هغه ته یو ځل د ملا په درد اخته یو کس چې بې‌ هوښه و ورغلی و، هغه یې یوازې په یو ځل د اور مساج سره ټول دردونه ۱۰۰ فېصده ختم کړل، خو هغه وايي، د ځینو ناروغانو چې د ګردې، وینې فشار او نورو ناروغیو څوک اخته وي، د اور مساج ورته نه‌ ورکوي.
هغه د ناروغ پر ملا د یوه څادر په څېر تیکه غوړوي، بیا پرې ځانګړي تېل ور اچوي او له هغه وروسته ورته اور ورته کوي، خو په وینا یې اور دومره نازک وي چې یوازې د ناروغ بدن ته لږه تودوخه رسوي، نه دا چې ټوله تیکه وسوځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply