بې ادبه ګلمرجان خو بيا ډته وکړه

0 888

بې ادبه ګلمرجان خو بيا ډته وکړه!

د غني د وخت نازونه نور ختم شول

ګلمرجان يې بيا هم نه مني، دعوه جلابۍ ته يې بيا مخه کړه

نوټ : بسم الله محمدي د مجلس غړو ته وويل:((تاسې په خدای رهبر لب سرين وهي؟ رهبر د ښځو په ډول ارايش کوي؟ رهبر ارايشګاه ته ځي؟ دې سړي پنځه کاله په همدې تېر کړل. د شرم ځای دی چې د عطا محمد نور، يونس قانوني او زموږ په څېر په سلګونو نور درانه کسان په داسې يوې نانځکې پسې لاړ شي چې د اشرف غني په يو نظر يې خېټه خالي کېږي)).

دعوه جلابه،

اصيل ته اشاره او کمعل ته لغته.

ستا او ستا د ټيم لپاره به د ډاکټر رياض احمد چوهدري شننه بس وي. هيله ده چې تاسې ټول يو ځلې خپل ځانونه په دغه بېسارې شننيزه هېنداره کې وګورئ.

د غني دوه درې سترې لاسته راوړنې :

  • له نورو د سولې واک راخپلول

افغان ولسمشر په برياليتوب سره وتوانېده چې له ځينو مغرضو ګاونډيو څخه زموږ برمته (غصب شوی) واک په خپل ټول توان و پوره درايت سره راخپل کړي او لله الحمد چې نن د سولې واک وملکيت له افغان حکومت سره دی نه له بل چا سره.

  • اسلامي نړۍ راخپلول

لله الحمد چې افغان ولسمشر نن اسلامي نړۍ راخپله کړې او نن خورا تودې اړيکې له سعودي عربستان، امارات، ترکيه، اندونيزيا، ماليزيا او داسې نورو لري.همداسې د اسلامي هېوادونو له سازمان OIC سره درواخله. له طالبه نور دغه اسلامي مشروعيت هم لاړ، بلکې لا د يوې ترهګرې او يوې منفورې ډلې په توګه په سيمه ونړيواله کچه ورته کتل کيږي.

  • پر ټاکنو او کورنيو ستونزو برياليتوب

لله الحمد افغان ولسمشر تر ډېره د هېواد پر کچه ځينې کاغذي زمريان واتلان چې د ملت پر وينو څښلو او چوروتالان اموخته شوي وو ورو-ورو يو له مخې لېرې کړ او لارې ته يې راوستل چې نن يې ډېرو پخپله رسنيو ته خپله ماته ومنله، خو ګلمرجان لا هماغسې بې ادبه دی.

بيا هم سل ځلې شکر ((لله الحمد والشکر)) ځينې هغه دوه مخي په نوم ملي خانزاده مشران چې تل يې ولس په نوم ملي ولولو او احساساتو غولولی، خو خپله نن د دوبۍ تر ټولو ستر پانګه وال دی. پر خپله هغه وعده هم ختلی چې نورو ته به يې ويل چې ((هر څه کوئ، خو په هېواد کې يې ولګوئ، خو خپله پانګه بهر ايستلې ده)). داسې خلک به رب العالمين ډېر ژر ولس ته لا نور بربنډ شي چې د دوی مليتوب د څه لپاره وو؟

په زغرده يې وايم چې د الله تعالی دروغ نه خوښيږي. خوښه د خلکو چې په دروغو او رښتياو کې کوم يو خوښوي. ځکه چې ((لااکراه فی الدين))، خو دا يوه اسلامي وايماني غوښتنه او سپارښتنه ده. له بده مرغه ځينې – ځينې سره د پوهاوي د فکر مخالفت ((اختلاف)) سره سره تخريبي هڅې کوي چې دا ډول تخريبې هڅې له ملي – اسلامي، ايمان واخلاقي، بلکې له بشري ((انساني)) ارزښتونو سره هم اړخ نه لګوي.

هر چا د خپل توان سره سم د تخريب وتحريم هڅې وکړې، خو الله تعالی پخپلو شومو موخو کې بريالي نه کړل او په راتلونکې کې به له يو روحي (رواني) پلوه کړيږي او خپل ضمير وجدان ته به هم پړه وي.

خوښه د هر چا خپله چې څوک ښه کوي يا بد، خو دا هم بايد هېره نه کړي چې هرومرو به يوه ورځ پر دوی تاريخ خپل قضاوت وکړي او خپل وجدان (ضمير) او هم ولس ته به پړه وي. هغه د الله تعالی و رسول مسووليت به پرې له پاسه وي.

څوک چې چا ته کوهي کني، خپله به يې پکې شپه شي.

په درنښت

عبدالله: ‘زمونږ رای زياتې دي او راتلونکی حکومت به جوړ کړو’

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-election-/5103938.html

عبدالله: زموږ رايه ډېره ده؛ ټاکنې دويم پړاو ته نه ځي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49876911

عبدالله: په غوڅ اکثريت بريالی يم، پر ملت د يو لوی درغلګر او دروغجن لوبه نوره ختمه شوه

http://www.taand.com/archives/135926

کابلوف: مسکو د ټاکنو پايلې مني، له امريکا، چين، پاکستان سره پر افغان سوله ګډه غونډه هم جوړوو

http://www.taand.com/archives/135934

بسم الله محمدي: ډاکتر عبدالله لب سرين وهي

https://khabarial.com/archives/39142

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply