د یوه ګډوله حکومت اټکل

عبدالرووف لیوال

0 606

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنودریم دور۲۰۱۴کال کې جان کیری له قصده اوعمداٌ داسې یوحکومت منځته راوړچې دواړه د حکومت سرکښو، یوه یوې خواته کشاوه اوبل بلې خواته ، تردې چې دافغانانو پنځه کاله عمر عبث ،بیځایه ،بې برخلیکه تیرشو ، له دې حالت نه امریکې اوګاونډیو هیوادونوخپلې ګټې پورته کړې په زرګونه افغانان هم ووژل شول ، سره له دې چې جان کیرې له هماغه لومړی سره په پایلویې ښه پوهیده ، ځکه ! له دواړه اړخونونه یې دوه متضادکسان سره یو ځای کړل په داسې ترکیب :

پوه ډاکتر، په مقابل کې یونرس

سکولار، په مقابل کې یې جهادی.

تکنوکرات ، په مقابل کې یې یوبې مدیریته فیشنی سوډر.

اقتصادپوه ، په مقابل کې په اقتصادی چارو کې امپړ.

او داسې نورمتضاد خاصیتونه .

اوس دولسمشریزوټاکنو په دې پړاو کې ددې لپاره چې  امریکا خپلو خلکو ته وښایی چې دتاسو دمالیې له درکه ورکړل شوې پیسې بې ځایه نه ، بلکې ددموکراسی دپلی کولو په لیار کې مصرف شوی ، دې ټاکنوته یې زړه ښه کړ- خودوی بل ډول ذهنی شرایط راخپاره کړل چې ګواکې دا ټاکنې هم کړکیچ ته وځی .

نو دوی اوس بیا هم غواړی چې دجان کیری دBپلان په څیرد پاکستان اوطالبانو په مشوره یو ګډوله حکومت (طالبان+مخکښ نوماندان) په دې پلمه جوړ کړی چې دپاکستان په وینا[په افغانستان کې نه دموکراسی– نه دیالوګ اونه هم سمه حکومتداری چلیدای شی اوافغانان دې ته ګویا له سره جوګه نه دی،اتلس کلن فساد کې یې اول نمره توب خو ټولې نړۍ ته ثابت دی ]، په دې توګه به بیا پنځه کاله په افغانستان کې ډزوغپ روان وی اوموږبه خپل پلانونه ګام په ګام پلی کوو  .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply