د ورور او همسنګر ملګرو جنازو ته تیاری ونیسئ

مقتصد ستړی

0 758
لکه څرنګه چې په پاکستان کې زموږ قاتلین په جي ایچ کیو کې ناست دي، همدارنګه په افغانستان کې زموږ قاتلین او وژونکي په پارلمان کې ناست دي، هیڅوک ددې حق نلري چې د خپل حق لپاره غږ پورته کړي او که چا غږ پورته کړ هغه به همداسې وژل کېږي لکه په لر وطن کې ارمان او دلته په بر وطن کې پتیال او همداسې نور لسګونه ځوانان، چې هلته د پولیس سره د مقابلې او دلته بیا د طالب او نورو ترهرګرو ډلو په نوم سره وژل کېږي.
د ریاست او حکومت طرحه د غږ خاموشه کول او په حقیقت سترګې پټول دي، په خاصه توګه په مقبوضه پښتونخوا کې پښتون قام ته هیڅکله د یو قوم په سترګه نه دي کتل شوي.
 مګر اوس دا هرڅه بدل شوي، ولس هرڅه په رڼو سترګو ویني او نور به دا میراثي سیاست هغه که په لر وطن کې دی او یا په بر وطن کې، پای ته رسېږي. له وزیرستان تر پېښور، کوټې او له کوټې تر کابل پوري د هر افغان ورځ تر بلې سیاسي شعور لوړېږي، بهیرونو، تحریکونو او غورځنګونو  پر یوه قومي محور د پښتنو، په ځانګړي ډول له ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو د راغونډولو ته زمینه مساعده کړه او نن سبا ټول افغان او پښتون ولس په یوه چیغه راټولېدلی
شي.
نن ورځ ځوانان په دې توانېدلي دي چې په لوی افغانستان کې د یوه نوي سیاست او بدلون بنسټ کېږدي، ددې لپاره چې په سیمه کې نوښت او پرمختک رامنځته شي باید تر شخصي ګټو تېر او د قام او وطن لپاره د ګوندي فعالیتونو پرځای، ولسي پاڅونونو او فعالیتونو ته د لومړیتوب ترڅنګ د هرې نوې سیاسي لارې د عملي کولو له پاره د نویو رهبري څېرو ملاتړ وشي او هغوی دې ته وهڅول شي چې د ولس غږ د ولس په ژبه بدرګه کړي.
په اوسنيو حالاتو کې د شاعر، لیکوال، ادیب او مدني فعالینو ذمه واري داده چې د خپل قام او وطن لپاره غږ پورته کړي، هغه که په هر رنګه وي خو غږ باید تر ریاست او حکومت پوري ورسېدل شي او که داسې نشي کولای نو بیا په بېلا بېلو نومونو سره د ورور او همسنګره ملګرو جنازو ته تیاری ونیسئ، ځکه چې ریاست او حکومت دواړه د ځوانانو په سر لوبه لوبوي او له دوی څخه یو یې ضرور ګټونکی کېږي او تاسو (ځوانان) به ددې اور خاشاک ګرځئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply